مودې کیږي په مزله یم ، مسافر يم
جل وهلی وچه خوله یم ، مسافر يم

لکه اوښکه په باڼه يم ، مسافر يم
او په زړه اوبه اوبه يم ، مسافر يم

بې له تا يم ، بې اروا يم ، رښتيا وايم
مړ ، حساب په ژوندانه يم ، مسافر يم

توره شپه ؛ توره کوټه مې لکه قبر
ديوالونه دي او زه يم ، مسافر يم

بيا سلام د چاد سترګو راياد شوی
بيا سپوږمۍ ته په کاته يم ، مسافر يم

د اوبو غړپ مې په ستوني کې نښتی
خدايزده چا ته به په زړه يم ، مسافر يم

دا قيامت خو دې خدای نه راولي مورې !
چې ته مړه يې او زه نه يم مسافر يم

جلال امرخېل