خلک وايي ، مينتوب خو ليونتوب دی
خو زه وايم ، مينتوب ، برليتوب دی
خلک وايي ، ِِِعشق تش د زړه خوراک دی
خو زه وايم ، عشق مستي ده ، زلميتوب دی
خلک وايي ، مينه درد دی، امتحان دی
خو زه وايمه همدغه يي ښه توب دی
خلک وايي ، مينه شپه ده، تنهايي ده
خو زه وايم ، مينه کار د زړورتوب دی
خلک وايي ، مينه ځانته کار کتل دي
خو زه وايم، ما رستم ته سړيتوب دی
 
		
			
					
					
						
							07.10.2009
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					دشپې په راز ځـــــــــــان پوهاوی د سرخــــطر لري
زمــــــــــــونږ دچــــــــم هریوزلـمی دسرخــــطرلري
 
ډېر پـه غروریې راته وویـل چې مــــــات نـه کړې...
			 
			
					
					
						
							10.10.2009
						
						 - محمدحنيف حيران
					
					مودې کیږي په مزله یم ، مسافر يم جل وهلی وچه خوله یم ، مسافر يم
لکه اوښکه په باڼه يم ، مسافر يم او په زړه اوبه اوبه يم ، مسافر يم
بې له تا يم ، بې اروا يم ، رښتيا وايممړ ، حساب په ژوندانه يم ، مسافر يم
توره شپه ؛ توره کوټه مې لکه قبر د...