ننګیالي یو توریالي یو ، مونږ په ننګ مرو
لکه  نجونو غوندې نه   چې په پالنګ مرو


الهي  چې ستا رضا  شي  پرې   حاصله
د سپیڅلي دین  لپاره  به  په  جنګ  مرو


يرغلګر به لدې ځایه  ډیر ژر ورک  کړو
بیا به هلته  د دوی ځای کې په قلنګ مرو


د هیواد مینه مو  داسې زړه   کې  تاو  ده
چې په شمع باندې مونږ    لکه پتنګ مرو


مونږ  تنکي  ځانونه  تل دي  قربان  کړي
داسې نه چې په کوم کُنج ، لکه ملنګ مرو
 
د وطن  هجران  رستمه  داسې  کړو  چې
ټول نیشه نیشه ګرځیږو او په  بنګ   مرو

 

                                          فضل الربي رستم  ، پیښور