د هجران غمونو ډېر کړمه کمزوری

لالهانده ګرځم ورک دی رانه لوری

نه په ويښه ترې وزګار يم نه په خوب کې

غم دې ما سره ملګری لکه سيوری

غم دې خوار کړم شومه پاتې له سيالانو

د دنيا له ښکلو ښکلو شوم زړه توری

د شاهين غزل تل ستا په ښکلا څرخي

نذرانه يې درته کړی دی هر توری.