مرګ دې ژر تر ژره راشي، دا به وايي

چې جانان له چا جدا شي، دا به وايي

پخوا ډېر ومه مجبور اوس دې نه غواړم

چې په سترګو يې رڼا شي دا به وايي

په ګل بوټي يمه بار زړه مې تا زه دی

يار چې چاته ور په شا شي، دا به وايي

په ځوانۍ خو يې خوله ماته وه تسبو ته

خدای وهلی چې بوډا شي، دا به وايي

پاچايي څه وي، د يار کوڅه ترې ښه وه

که ميران غريب پاچا شي، دا به وايي.