ما ته چې کوم وخت نه مې ښکلي جانان غاړه راکړه
پس له هغي خوږې شېبې نه هجران غاړه راکړه

خلکو به فرق مونږ کې د ځمکې او اسمان کولو
زه لکه ځمکه ور نږدې شوم اسمان غاړه راکړه

ما د نمجنو سترګو هلته يو ا نځور وليده
ماته چي کله بېلېدو کې څاروان غاړه راکړه

بيګاپه خوب کې يو تنکي شهيد څه داسې وېل
ماته نو ولې بم تړلي ها ځوان غاړه راکړه

زه دميوند غزا نه ستړی راستون شوی و مه
چې ناګهانه ماته علم و عرفان غاړه راکړه

ر ستمه نن را باندې ګوندې دا ورځ ښه تېره شي
څانګې چې ما ته نن په شنه ملاذان غاړه راکړه