وي ملګري مې دا غرونه په دې لاره
دواړه ښکارو لکه ورونه په دې لاره
څه اثر خو پکې شته ملګرو ځکه
اسويلي شي سره اورونه په دې لاره
اوس لوى شوى وه خو ويل يې چې له شګو
جوړول به ما کورونه په دې لاره
دوي يو بل نه مني لوړ دي د يو بل نه
وينې دا د غرو سرونه په دې لاره
دا زما د ليونۍ مينې ګواه دي
ګودرونه،چينارونه په دې لاره
زموږ د ښار په څير خو وران نه دي فطرته
شته ښايسته ښايسته ښارونه په دې لاره