ديارديدن راته اخترښکاي
بي له جانانه کلى غرښکاري
ليونى عشق مي رسواشوخلکه
پخلا اشنامي مرورښکاري
ظالمي سترګي دي په واک توروه
هريو نظردي ستمګر ښکاري
درنه راغلي يم چه بل وطن ته
هر يو نظر مې مسافر ښکاري
دهغه تير زاړه اشنا کمبود دى
ځکه اوس مينه راته شر ښکاري
زاهد يي مونځ هم بي له ياده نکړي
ظالم يي ډير راته دلبر ښکاري
30.03.2010
- محمدحنيف حيران
ځوږ د سلګيو پورته کيږيد زمکې سر واړه خوځيږينجونې په زړه کې هوسيږيچې ډول وهي ځوانان ګډيږييا به لښکر وي يا غدۍ د ژنيو وينه
دا تورې زلفې مې زېندۍ شوېچاپېره تاو مې له مرۍ شوېله ډېره غمه مې سلګۍ شوېکلي په کلي مې بدۍ شوېما زورور کلي ته تېره کړې چې مرمه...
08.04.2010
- محمدحنيف حيران
په لمر خاته ولاړه ګلهقربان سپېره ولاړه ګلهزما پر زړه ولاړه ګلهپاس په کمره ولاړه ګلهنصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه
ګوره د پور خبره نه دهدا د پېغور خبره نه دهد سپين او تور خبره نه دهمينه د زور خبره نه دهکه زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه....