که په ژړا که په خندا و تېر شو
ژوندخو دې وليدو،همدا و تېر شو
له ډير کلونه انتظاره وروسته
سپرلی چې راغی، په هوا و تېر شو
مخه د مرګ هيچا هم ونه نیوه
هغه غريب او که پاچا و تېر شو
نو تاسې ولې راته حال نه ويلې؟
همدا سړی خو مسيحا و تېر شو
د مور لمنه کې ترې پټ شومه زه
د مرګ نوبت دا ځل زما و تېر شو
منم چې ما مې هم ځواني وخوړه
خو ستا ښايست هم ګوره دا و تېر شو
دويمه ساه به له مرګ وروسته اخلي
ژوند مو راغلی په يو ساه و تېر شو
حيرانه! مونږه ترېنه مخ واړاوو
سېلاب د وينو مو تر شاه و تېر شو.
پکتيکا، شرنه. ۲۱ حمل ۱۳۹۳ ز کال