اوس مې په هر يو ارمان بېله هديره جوړه کړه

خو هر مزار ته مې په يو نوم کتيبه جوړه کړه

 

د لمر شغلې يې له وجوده ايلا وختلې

غريب مزدور سکڼي ماښام کې ځانته شپه جوړه کړه

 

ستا پر ښکلا باندې ايمان زما بېځایه نه و

ښه ده چې خدای مې په دې ټکي عقيده جوړه کړه

نه غواړم نور څوک په اسانه د زړه کور ته راشي

ورته مې ځکه داسې کلکه دروازه جوړه کړه

نو ما او تا خو په يوه بل دومره نه و مين

دې خلکو ولې دومره لويه اوازه جوړه کړه؟

چا راته ویل چې دې ښکلا اسمان ته لاره شته ده
تاته درځم، له ارمانونو مې زينه جوړه کړه

پرون زه هم شومه يو څو شېبې ماشوم حيرانه

يوه ماشوم ته مې پرون يوه لينده جوړه کړه.

ډاکټر محمدحنیف حيران، پکتيکا شرنه. ۱۹ حمل ۹۳ ز  کال