غزل 
درد د مينې مې د زړه لپاره ښه دی
يو ټکان خو د دې غره لپاره ښه دی
که راويښ شي نور ويده له خوبه باسي
پريږدئ، خوب د دې ويده لپاره ښه دی
ګورې نه چې د پېشو هم سترګې وشوې
يو زمری د دې څنګله لپاره ښه دی
څه احوال خو راکوه، چې ته رادرومې
نو آذان خو د لمانځه لپاره ښه دی
چې ګلاب مې درکولو نو موسکۍ شوې
کاڼی ښيې، چې د څه لپاره ښه  دی
په روزي پسې دې نه ګرځي حيرانه
اتفاق د پښتانه لپاره ښه دی.

               

درد د مينې مې د زړه لپاره ښه دی

يو ټکان خو د دې غره لپاره ښه دی

که راويښ شي نور ويده له خوبه باسي

پريږدئ، خوب د دې ويده لپاره ښه دی


ګورې نه چې د پېشو هم سترګې وشوې

يو زمری د دې څنګله لپاره ښه دی


څه احوال خو راکوه، چې ته رادرومې

نو آذان خو د لمانځه لپاره ښه دی


چې ګلاب مې درکولو نو موسکۍ شوې

کاڼی ښيې، چې د څه لپاره ښه  دی


په روزي پسې دې نه ګرځي حيرانه

اتفاق د پښتانه لپاره ښه دی.