درته اشنا ګړۍ ګړۍ چې ګورم
سترګې دې څه لکه نړۍ چې ګورم
خپله کوچۍ مې شي تر سترګو سترګو
له شال دې جار دې شمه شړۍ چې ګورم
منی راځي درخو واده به دې کړي
شولې کري دا سږ جړۍ چې ګورم
مونږ به دا ژوند مرګ ته په لاس ورکوي
د شپو او ورځو دالړۍچې ګورم
زه به مين ليونی څنګه هير کړم
زه چې ځنځير ګورم کړۍ چې ګورم
له شپانه ورکه ورۍ لېوه خوړلې
دلته دا وينې دا وړۍ چې ګورم
دا لېونی ښه يمه روغ مې مکړې
عزيز دې زلفې هتکړۍ چې ګورم.
02.01.2012
- محمدحنيف حيران
غواړې د شپې تر ناوخته ورسره کینې او خبرې وکړې خوچې کله دې بستر ته راشې بیا هم د هغې په اړه فکر کوېکله چې درسره په لاره روانه وي په ورو ورو قدم اخلې کله چې هغه درنه لرې وي خفه وې او زړه دې غواړي چې تل درسره وي کله چې یې اواز واورې له ځان سره خاندېکله چې هغه وینې نورڅوک نه درته ښکاري او غواړې یواځې هغه اووینېهغه ستا د پاره هر څه ده او له هر شي درته زیات ارزښت لريهر وخت چې ورسره مخ شې د دواړو پر شونډو زرموخیزه مسکا خوره شي...
03.01.2012
- محمدحنيف حيران
هيروم دې خو په زړه کې راپه ياد شېګنهګار نشم، مانځه کې راپه ياد شېکه مې هر څو يې له زړه ځنې ايستلېنوم دې بيا راشي په خوله کې راپه ياد شېهېرولو ته دې کوم ځای سړی لاړ شيزه پوهېږم لابه غره کې راپه ياد شېد همزولو له اتڼه ځنې ووځمد همزولو په واده کې راپه ياد شېوايم ده به هم يو څوک وي ياده کړېاوس د هر سړي کاته کې راپه ياد شېلکه لمر په راختلو کې دې ګورم...