نن باران و، نن و باد په پېښور کې
نن مې ډېر شولې راياد په پېښور کې

لا به ښه شي، خو که ورکې دا نارې شي
زنده باد او مرده باد په پېښور کې

خدايه ته يې کړې د سولې پلازمېنه
خدايه ورک کړې نور فساد په پېښور کې

( د کابل د غرونو اوښکو وربهيږي
آباسين کوي فرياد په پېښور کې)

د ډيورنډ پليته کرښه دې شي ورکه
پښتانه کړې نور آزاد په پېښور کې

يم حيران چې دلته کوم کفار اوسيږي
ولې وکړي څوک جهاد په پېښور کې.

محمدحنيف حيران، پېښور