له لنډيو دېوالونو نه پنا يې
ته به وايې که له غرونونه پنا يې

د نظر له کږلېچونو نه پنا يې
پښتنه يې حجابونو نه پنا يې

پسرلی دې اننګيو کې موسکی دی
د خزان له پلوونو نه پنا يې

زمونږ  تنده مونږه دومره بوتلی نشي
ته له ډېرو سرابونو نه پناه يې

زړه ته راغلې، داسې وګڼه چې راغلې
که له ډېرو وطنونو نه پنا يې

بله نشته ده پرده حنيف حيرانه
د لاسونو له خطونو نه پنا يې.

محمدحنيف حيران، پېښور

دا ستا له لاسه مې کړې ډېرې تېرې
اوس راته څنګه وايې، تېرې هېرې

اوس به شي سپينې مرمۍ تېرې بېرې
درځه، د پښو پلونه مې شمېرې چېرې

کلونه تېر شول، خو تا بيا ياده کړه
په ما دې بيا کړې رابرسېرې وېرې

سترګې مې ستړې شوې په ډېرو کتو
له تانه پرته به شي چېرې تېرې

ته مطمين وې چې  خندل دې راته
په ما دې تېرې کړلې وېرې ډېرې.

محمدحنيف حېران، پېښور
۹۰- ۱۰- ۳۰ ز