بېګاه دې چا راته بېخي ډېره ستاينه وکړه
ستا په خاطر ترېنه ما زر واره مننه وکړه

د ازادۍ د ورځ په  نوم مو وطن  ونازاوو
که وو محکوم خو بيا يې هم مونږه نمانځنه وکړه

کنه پيدا يو مونږ د يو او بل تکميل لپاره؟
ستا له ځواب سره مې سم بله پوښتنه وکړه

زړه راته ويلې چې راځه بس نور يې نه يادوو
سره سلا شوو، سره ښه کلکه مو ژمنه وکړه

د ژوند په نوم دغې دنيا ته يو راغلي واړه
چا پکې ژوند وکړو او چا پکې وژنه وکړه

شډل ښايست يې په رنګونو رنګاوو لګيا وه
هغې ظالمې د خدای کار کې لاسوهنه وکړه

زه به له تانه پټېدم ته به مې زړه ته راتلې
پوهېږم نه په مونږ کې کوم يو تېروتنه وکړه

خپل هر دښمن مو زړور کړلو په دې حيرانه
چې دوی به قتل کړو نو مونږه به بښنه وکړه.

ډاکټرمحمدحنيف حيران، کابل
۱-۱۲-۹۲ ز