محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

ټــپــيـــــزې


زما دې څه وکړل چې لاړې/ ټپيزې: حيران

تر پښومې لاندې وې ډبرېستا د ديدن وم تنده غرېاوبه دې ډيرې وې ژورېکور دې رالنډ کوڅه دې لرېتمامه شپه دې له انګړه تاويدمه ورځه ورځه پلار مې خبر کهمورې رضا دې سوداګر کهخلاص دې په دې خبره سر کهکه ورکوې زیاتي مې ورکهکچره نه يم چې جوپی درته کومه د

09.05.2011 محمدحنيف حيران

تازه ټپيزې: حيران

زړه کې ساتلی يار مې ته يېله ټولو ښکلی يار مې ته يېزړه کې کرلی يار مې ته يېپه زړه منلی يار مې ته يېهسې د خولې خندا له نورو سره کړمه خوله يې راکړې په راستۍ دهپر تن راغلې مې نيستۍ دهساه مې ساه ساه ده او سلګۍ دهجينۍ د وچ غره منګرۍ دهله زهرو ډکه خوله يې راکه مړ به شمه

07.03.2011 محمدحنيف حيران

نوې ټپيزې: محمدحنيف حيران

رانجه رانجه اوښکې مې لاړېلکه وياله اوښکې مې لاړېپر زنګانه اوښکې مې لاړېپه خوب ويده اوښکې مې لاړېد مسافر جانان په سر دې خير وينه څه دې راکړي دي څه درکړمته او خدای څرنګه زړه درکړمتوره، خنجر که چاړه  درکړمزلميه څرنګه خوله درکړمپه شاه دې نشته د تېرو تورو وارونه

22.02.2011 محمدحنيف حيران

پاس په کمره ولاړه ګله: ټپيزې: حيران

په لمر خاته ولاړه ګلهقربان سپېره ولاړه ګلهزما پر زړه ولاړه ګلهپاس په کمره ولاړه ګلهنصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه ګوره د پور خبره نه دهدا د پېغور خبره نه دهد سپين او تور خبره نه دهمينه د زور خبره نه دهکه زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه.

08.04.2010 محمدحنيف حيران

ارمان مې دا دی رانه لاړې: ټپيزې/ حيران

ځوږ د سلګيو پورته کيږيد زمکې سر واړه خوځيږينجونې په زړه کې هوسيږيچې ډول وهي ځوانان ګډيږييا به لښکر وي يا غدۍ د ژنيو وينه دا تورې زلفې مې زېندۍ شوېچاپېره تاو مې له مرۍ شوېله ډېره غمه مې سلګۍ شوېکلي په کلي مې بدۍ شوېما زورور کلي ته تېره کړې چې مرمه

30.03.2010 محمدحنيف حيران

د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دید هلکانو نوم بدنام دیڅه وکړم عمر مې ډېر خام دید طالبانو سخت نظام دیچپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه*************************پوی شوم اشنا څومره سپېره يمستا د پښو خاورې يم رانجنه يمکه هر څۀ يمه، هيڅه نه يمد تهمتونو يار دې زه يمد پتاسو دسمال دې بر کلي ته ځينه*************************په ستمونو کې ناکام شولظلم وستم باندې بدنام شولځوړن

10.03.2010 محمدحنيف حيران

ټپيزې: محمد حنيف حيران

د زړه په سر مې ازغی مات دینم مې د سترګو دومره زيات دیيوه دجــــــله بلـــــــــه فــــرات دیحسن دې کم ظلم دې زيات دیخلک د حسن مطابق ظلم کوينه بند او زندان مې ماتوای شوبار مې د غشو په سر وړای شوسر مې دښمن نه پريکوای شوکه جنګ د تورو وای ما کړای شود نصيب جنګ دی وارخطا ولاړه يمه

06.02.2010 محمدحنيف حيران

څانګې راټيټه شه خوله راکه/ ټپيزې/ حيران

چې ګردنۍ يې تر ملا دهچې يې په لاسو کې سلا دهپه دښمن جوړه يې غوغا دهزما خولګۍ د هغه چا دهچې غلامۍ ته يې طلاق ورکړی وينه د پښتونخوا  زړه بختورهعظمت دې ډېر دی تر خيبرهځوانان دې واړه کړل بې سرهآخر به وران شې پېښورهد ننګرهار جونې ښېرې درته کوينه

28.01.2010 محمدحنيف حيران

ټپيزې: محمد حنيف حيران

واړه ښايسته د ګل په څېر کېهر يو مين ته يې بې شمېر کېد هر چا زړه ته يې ورتېر کېخدايه ښايسته په دنيا ډېر کېکه ياري نکړي تش ديدن يې خوند کوينه څه به کوم نصيب مې خوار دیزړه مې بې ننګ سره ايسار دیکه يې پرېږدم له خدايه ډار دیسبا مې بيا د کډو وار دیپه سر به پنډې چلوم په زړه غمونه

25.01.2010 محمدحنيف حيران

چې چېرې ځې حال راته وايه/ ټپيزې/ م،حنيف حيران

په محبت کې څومره زور دیڅه وکړم ماته خو پېغور دیکلی وطن راته سور اور دید يار مې پېغله خور په کور دهنيستي د ورور ده چې بدل ورسره شمهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــژوندی دې غواړمه له خدايهد سفر لوری دې راښايهته که نږدې ځې او که ورايهچې چېرې ځې حال راته وايهچې دې خالي دربار ته نه کړم سلامونهـــــــــــــــ

21.01.2010 محمدحنيف حيران

د ټپيزو نوې غزېدلې بڼه/ محمدحنيف حيران

داسې خو نه چې به مې هېر وزما به زده وه که به تېر وشپول د مازغو مې ترې چاپېر واول مې شوق د سبق ډېر وپه تا مين شوم اوس سندرې يادومهلکه توتي وړې خبرې يادومهخوږې خوږې لکه شکرې يادومهاوس سارايي شوم لرې برې يادومه  لکه د شپې چې جګ شي مړیوي د ژونديو پوروړیځان يې راټول وي لکه پړیسپوږمۍ د خدای روی م

23.09.2009 محمدحنيف حيران

ټپېزې/ درمان

راليږونکی : قدرت الله درمان خوست ټليفونشميره: برېښناليکپته: darman_af@yahoo.com سرليک: ټپيزې نېټه: 25.08.2009 06:43 ټپيزېد هجران توره بلا مړه كړېما له جانانه جدا مه كړېزما د زړه ارمان پوره كړېخاونده سل كاله يې شپه كړېسبا يې مه كړې مسافر لالى مې ځينه نه خو په باد نه په باران يم زه يې ديدن ته په

25.08.2009 محمدحنيف حيران

ټپه ايزې: نبيله غزل

  راليږونکی : نبيله غزل ټليفونشميره: برېښناليکپته: nabila.ghazal@yahoo.com سرليک: ټپه ايزې نېټه: 18.07.2009 15:27ټپه ايزې زړه به مې خپل اوبه اوبه کړم ته چې خفه شې زه به څه کړم زما قسم دی بيا به نه کړم په خوله به جنګ درسره وکړه د بڼو لاندې به زارۍ درته کومه پرېږده چې سترګې کړمه تورې ولې غوسه غوسه راګورې له تا نه ځار ادکۍ مورې زما

18.07.2009 محمدحنيف حيران

داستا په سترګو کې پېريان دي/ درمان/ ټپيزې

راليږونکی :قدرت الله درمان خوستد راليږونکي پته :sarman_af@yahoo.comنيټه : 03-05-2009نه خو په ځان نه په جهان دي ميئن د واړه په آرمان ديياره د مخ ليده د ګران ديدا ستا په سترګو كې پيريان ديچې په تا راشي غوټې ماته راكوينه د خائيستونو نمونه دىمخ ئې تك سپين لكه آئينه دىجهان ئې ټول په تماشه دىآسمان په ستورو خايئسته دىپه ځمكه خوند كړي د پۍ مخو كتارونه زما د غاړې لونګين دى ماته له هر څه

04.05.2009 محمدحنيف حيران

چې لو کوې ګوتې به پرې کړې/ ټپيزې/ حيران

  ټپيزې: محمدحنيف حيرانهره انجلۍ د وطن زوی کړېښه غيرتي يې ته رالوی کړېپه شهامت باندې يې پوی کړېزلمو سنګر کې وينې توی کړېپېغلې ړندې کړې چې کونډتوب نه قبلوينه((((********************************************لکه غمونه د جهان ديستوري شمارل د ټول اسمان ديپکې دردونه پريمان ديد يارانې کول اسان ديجانانه ګرانه ده د يار د زړه ساتنه**********************************************اور به يې

01.05.2009 محمدحنيف حيران

ټپيزې: پېزوان

جینۍ ښایسته د سپین جبین دیپاس په سینه د لونګین دیراڅه راڅه وخت ماسپښین دیدا پاس آسمان ګوره چې شین دیداسې مې زړه در پاسې شین دی مړ به شمه *****زړه مې ښادي نکړي رنځور دیما ته جوړ شوی لـوی پېغور دیاحوال مې تللی لور په لــــور دیمینه د نه ده سرکــــــــی اور دیزه د پرې وسوم خدای د نور درنه ساتینه ***** زما د دواړو سترګـــــو توره راڅه راڅه د زړه ټکــــــورهد

19.04.2009 محمدحنيف حيران

لا مين نه يې ښه خـــوب وکه/ ټپيزې/ حيران

ځان سپېلنی او ما مجمــر کهځان دې له ځانه رابـــــــــــهر کهخلاص دې په دې خبره سر کهجانانه ما د ځـــــان نوکــــــر که                      تاته کاته به په تنخا حســــــــابومــــــــــــهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــچې مين نه وي نو به څــه کهپه بې غمۍ دې ځان اوبه کهبچ دې له درده ځنــــې زړه کهلا

15.04.2009 محمدحنيف حيران

د پيزوان ټپيزې

سلامونه حیران سیب هېله ده چې روغ به وی یاره حنیف خانه دا د ټپیزو په مرض د لکه چې زه هم ونیوم . نن د کار نه وزګار شوم او هوا ډیره ښه وه نو کور ته په پښو راوان شوم په لاره مې په همدې مرض ( ټپیزې ) فکر کاوه نو په زړه مې داسې خواږې خواږې وریدې د ځان سره مې په ترنم سره ویلې تر ځنګ به مې چې ځوک تیریدو داسې په کاږو به ئې راته کتل کیدای شي دوی ته به بل شان ښکاریدم ما ئې هم پروا نکوله لومړی مرض ( ټپیزه ) مې چې په مغزو کې را تاو شو نو د دې په خاطر چې رانه هیر نه شي په ټیليفون کې مې ولیکله

14.04.2009 محمدحنيف حيران

عالمه ټګه زمانه شـــــــــوه/ ټپيزې/ حيران

زړه مې نری نری خـــــــــــوږيږيوخت له خپل ځايه نه خوځيږيدا ستا جفا راتــــه ياديــــــــــږيرنګ مې په تا پـــــسې زيړيږيخلکو ته وايم چې زيړي وهلی يمـــــــه.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد بې رخۍ تله درنه شــــوهپه غم ککړه دوستانه شوهتر خپل مطلبه يارانه شــوهعالمه ټګه زمانه شـــــــــوهيار ته لستوڼی ورکوي منګول ساتينهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

01.04.2009 محمدحنيف حيران

د يار مې چوخي چوخي مخ دی/ ټپيزې/ حيران

واورې وريږي موســــم يخ دیچرته به وي زړه کې مې ښخ دیزما په دې باندې ډېر خوښ دید يار مې چوخي چوخي مخ دیچې لږه لويه شم غـــــــــمي به پکې ږدمــــه مات به د عشق نور کچکول کړمتاو به له زړه د صبر شپـــــول کړممينه به پس دې په تـــــــول کــــړمزرې زرې زړه به راټـــــــــول کــــړمبيا به په نوم د يارانـــــې ســــــړی رټمــــــــــه ښه په جــــــذبې مې ورته ووېد سپينې خولې مې ورته ووېد يوې

21.02.2009 محمدحنيف حيران

نوې ټپيزې/ محمدحنيف حيران

هسې به ځان لره غـــــم ډېر کړمپه تش هوس به عمــــــر تېر کړمپه مصيبت کې به ځان ګېر کړمکه د شودو لــــښتي ورتېر کړمخزان ځپلی باغ مې نه نيـــــسي ګلونه اوســـــــم يې تل په انتـــــــــظار کېفرش به باڼـــــــــــه کړم ورته لار کېکيسې يې خوند کړي په تلوار کېما له کوچنـــــــــــي رېباره ځار کېد يــــار يوه خــــبره دوه وارې کوينـــــــــــــــه روح د مين پسې توسيږيګلان په بوټو کې رژريږيلک

04.02.2009 محمدحنيف حيران

ټپيزې: محمدحنيف حيران

دنګه ځواني زما د خـــوښـــــــې د يارانې دې ټـــــــــولې نــــــــښېدرپسې ويلې مې شوې غوښېزما خـــالـــــونه دا ستــــــــــا زخېزما خو خوښ يې وايه تاتــه څنــــــګه يمــــه ژړا د زړه خنـــدل د سترګودعا د زړه کنځل د سترګوګناه د زړه ژړل د ســـــترګومينه د زړه ليدل د ســترګولاس اچول خو د کم عقلو خـــــلکو وينـــــــــه راسره نشتــــــه يار په خوا کېجوړې مې شوې په زړه تڼاکېتل يادوم

27.01.2009 محمدحنيف حيران

اول مې فکر درته نه و/ ټپيزې/ حيران

په ژوندانه به خـــوار و زار ويتل به په غم کې را ايســـار ويبس ګيله من به له خپل يار ويکه د چا روغ زړګی په کار ويزمـــا دې واوري يارانه دې نـــــه کوينــــــه جانانه څنګ ته مې درپرېږدهلـــکه ډنډر جګ دې ورمېږدهلکه ګلاب پســته دې غېږ دهپه چيلم دوه سـکروټې کېږدهلکه دوه بنې په سيالي خولې ورکوينه له دې نه وړاندې مې ژوند ښه وکورکــــی ړنــــګ د بېلتــــانــــه وغم به د مرګ په خوب ويــــــده و

21.01.2009 محمدحنيف حيران

داسپينه ټنډه دې غونډۍ ده/ ټپيزې/ حيران

لکه تسبـــــــــيح زما پر خـــــــــوله وایپروت مې پر تک سپين زنګانه واینيمه شپه ويـــښ نــــــــــيمه ويده وایکه مې نصيــــب د بدو نـــــــــــــــه وایپر زيـــــړکيـــــو تبــــــو کلــــــــــــــــه وړکي مرينهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــخلک خو وايي شــهزادګۍ دهښايست يې ټول د ښاپېرۍ دهزه وايم نه ښکلې کــــــوچۍ دهدا سپينه ټنډه دې غونډۍ دهدا تورې زلفې دې رمــــــې پرې پنډې دينهـ

02.01.2009 محمدحنيف حيران

تر دا کټ کټ خندا دې ځار شم/ ټپيزې/ حيران

              په نس نهار پوزی دې نــــه وياورونه مړه لوګی دې نـــــه ويلنډه په دې يو شی دې نــــه ويستا د ښايست کمی دې نه ويکه د غنمو قحطي وي تـــېره به شيـــــــ

14.11.2008 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more