محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

پکتياپېژندنه


زېری مې درباندې شيندی،شيندی

چې کله دپسرلي نرمه هواراوليږي اودسړې واورې سپين ټېکری ونغاړل شي نودشيندي بوټي چې دنورو بوټيو څخه زر زرغونيږي په پوله،لاره سمه او غره باندې، لکه دشنو غنمو غوندې راوټوکيږي دشيندي بوټی يو کوچنی بوټی دی چې دوې يا درې نرې خو پرې پرې پاڼې لري ،دپاڼوله مينځه ې يو نری ډنډر راپورته کيږي چې په سر کې يوه زېړه غوټۍ نېسي او هغه غوټۍ په څو ورځو کې خپلې شونډې پرانيزي او په يوه ښکلي ګل بدلېږي چې نرې نرې زېړې پاڼې ېې وي چې د شيندي ګل کله وخنديږي پېغلې ېې په زلفو کې ټومبي او ځوانان ېې په غوږو يا په خ

04.04.2009 محمدحنيف حيران

په پکتيا کې د ولور ستونزې/ ساحل منګل

ولور په پكيتا كې يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده چې ددې ستونزې اكثره پيغلې او ځوانان مخامخ څه چې ان سرترې ټكوي ولور په پكتياكې له پخواراهيسې دود دى چې پيغلې څه چې وړې نجونې هم دډېرولور په وړاندې وركول كيږي خو دتېرو شپږو كلنو راپه دې خوا دولور په اخيستوكې خورا ډېر توپيرراغلى خو داچې ولور په ياد ولايت كې څومره اخيستل كيږي قومي مشر حاجي امين الله ځاځي په دې اړ وويل : په پكتياكې بېلابېلو سيمو كې بېلا بېل رواجونو شتون لري خو كه په اټكلي توګه ووايو له دوه نيم لكه افغانيو څخه نيولې تراوو لكو

05.12.2008 محمدحنيف حيران

جرګه يا مرکه په پکتيا کې

د جرګې د نوم په اوريدو سره د سړي په ذهن کې د پښتنو د درانه قوم انځورپيدا کيږي ځکه چې جرګه د پښتنو هغه دروند او لرغونى دود دى چې له سلګونو کالونو را په دې خو او که په بل ډول ووايو د پښتنو د تاريخ سره سم تاريخ لري ، چې نسل پر نسل تر دې دمه دا دروند دود د پښتنو له خوا پالل شوى او ارزښت يې په ټولنه کې ساتل شوى دى ، د جرګې پر تاريخ او لرغون توب باندې ډيرې خبرې کيداى شي خو زه بايد دومره ووايم چې په نړۍ کې ډير هيوادونه او ډير قومونه شته ، ډير وګړي ژوند کوي خو په هيڅ يو قوم يا هيڅ يوه هي

17.09.2008 محمدحنيف حيران

ملي اتڼ او په پکتيا کې يې دودونه

ملي اتڼ د افغانانو يوه ډيره لرغونه او پخواني عنعنه ده او که په بل ډول ووايو ملي اتڼ يو ملي دود دى چې د هيواد په بيلابيلو برخو کې د ملي اتڼ دا ملي دود تر سره کيږي  او په خاص ډول په هغو سيمو کې چې د افغانستان لوى قوم (پښتانه ) پکښې استوګنه لري . ملي اتن يوه پپژندل شوى دود دى او ټول پښتا نه يې د نوم په اوريدو سره په خپل ذهن کې انځورولى شي چې ملي اتڼ څه ته وايي  او د ملي اتڼ څخه موخه څه ده خو دا بايد وويل شي لکه څنګه چې په پښتنو کې د سيمو د بيل و

10.09.2008 محمدحنيف حيران

دپکتيا او پکتيانيو لرغوني دور ته لنډه کتنه

څنګه چې د مهال د تېريدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي چې دې دا ډول بدلونونو اغيزې د يوې ژبې په وييونو (( لغتونو)) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاخيتا  يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده چې دارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غزېدلې وه او څومره  لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقيعت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغيير موندلى دى.کله چې اريايان  له منځنۍ آس

26.10.2007 محمدحنيف حيران

له پکتيا څخه د تر لاسه شويو لرغونو اثارو انځورونه

دځاځيو ولسوالۍ د غونډۍ سيمې څخه تر لاسه شوی لرغونی اثر د ګردېزڅخه تر لاسه شوې د ګنش مجسمې يو انځور

10.08.2007 محمدحنيف حيران

لرغونې پکتيا

د افغانستان په هره سيمه او هر لوري کې د لرغونو زمانو نښانې او بيلګې په ستر ګو کيږي ، چې د ټولو څخه يولږ شمير تاريخي او لرغوني سيمي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري پيژندل شوي او څيړل شوي ، او له نيکه مرغه د دې څيړنو پايلې نه يوازې د هيواد لپاره ارزښتمنې ګڼل کيږي ، بلکې د سيمې او نړۍ د تاريخ لپاره هم ګټور لاسوندونه ګرځيدلي دي . زيات شمير

07.08.2007 محمدحنيف حيران

سېدکرم د تاريخ په رڼا کې

له نن څخه تقريباًَ يوولس سوه کاله وړاندې د پکتيا ولايت نوم پخت او پکتين په نومونو يادېده. د افغانستان ډېر مورخين وايي، چې د پکتيا خلک د هندوکش د غرو له لمنو څخه راغلي او په اوسنۍ پکتيا کې مېشته شوي وه. د پکتيا ولايت او سېدونکي د اسلام نه مخکې د بودايي مذهب پېروان وو او بيا د حضرت عثمان (رض) په وخت کې د پکتيا خلک داسلام په مقدس دين مشرف شول او ځينې مورخين بيا په دې نظر دي ، چې د پکتيا خلک د سلطان محمود غزنوي په وخت کې په اسلام مشرف شول.د بودايي دين زياته سر چينه د باميان او ننني سيدکرم څخه وه

05.08.2007 محمدحنيف حيران

پکتيا دتاريخ له دريڅو څخه

پكتيا يوه زړه او غرنۍ سيمه ده، چې د هېواد په جنوب ختيځ كې د سپين غر يا سليمان غر جنوبي لوري ته پرته ده. د پكتيا سيمه د شمال لويديځ لوري ته د لوګر او غزني سيمو سره، د جنوب ختيځ لوري ته د خوست او پكتيكا سيمو سره او د شمال لويديځ لوري ته د ننګرهار او د كرمې له پاړه چنار سيمو سره نښتې پولې لري.د پكتيا په سيمه كې د اوسېدونكيو لويه برخه د ځاځيو، منګلو، مقبلو، څمكنيو، ځدراڼو، احمدزيو او طوطاخېلو او همداسې نور قومونه جوړوي. ځينې كرماشي او سعادات افغانان هم په دې سيمه كې استوګن دي. پاتې دې نه وي،

06.03.2007 محمدحنيف حيران

ښکليه پنځلسيه تابه څوک رڼوي؟

كله چې د روژې مياشتې ته پينځلس ورځې پاتې شي؛ نو ټوله پكتيا سندريزه سندريزه شي ته وا په ټوله پكتيا كې واده دى، د پينځلسي شپه، چې څوك ورته "ښه شپه" او ځينې يې د "سپين ږيرك" شپه بولي په پكتيا كې په دېره مستۍ نمانځل كېږي.د شعبان له لسمې هر ماشوم له خپلې مور پوښتنه كوي، چې پينځلسى كله دى؟ د پنځلسي له راتلو وړاندې هر ماشوم پخپلو تنكيو ګوتو شمېر كوي او ورځې ګڼي، چې څو ورځې دغې سندريزې شپې ته پاتې دي، بيا چې كله دا شپه راشي؛ نو له مازيګره هلكان ډلې جوړې كړي، كله چې د ماښام تورې تيارې په خپرېدو شي

06.03.2007 محمدحنيف حيران

په پکتياکې فرهنګي ګلان مخ په ټوکېدو دي

  فرهنګ او ادب د يو هېواد او خلكو د شناخت او هويت د سپړلو ښکلې وسيلې دي هر څومره، چې دغه عرصه وده كوي او په دې اړه خدمتونه پراخېږي په همغه كچه د يو هېواد د خلكو د شناخت ګراف لوړېږي اوله دې سره د نورو د پام وړ ګرځي. په افغانستان كې د تېرو دوه نيمو لسيزو ناخوالو كودتايي اوتحميل شويو سيستمونو په دې هېواد كې د خلكو هر څه د نابودۍ غېږې ته وسپارل له ټولو وړاندې يې بېګانه وارد شوې ايډيالوژيګانې، كلچرونه او تقليدونه وو، چې موږ يې له خپلو اصيلو شتو او تاريخي ماصفاتو څخه محروم وګرځولو.

21.02.2007 محمدحنيف حيران

اريوب ځاځي دتاريخ په پلوشوکې

رښتيا ده، چې اّريوب ډېر ښكلى او زړه راښكونكى منظر لري. دا يوه ښېرازه سيمه ده، چې شاوخوا يې غرونو احاطه كړې او غرونه بيا په شنو ونو لكه نښتر، لمنځه، څېړۍ، بېجور، جلغوزي اوبښته او نورو باندې سينګار دي. دا هغه ونې دي، چې په دوبي او ژمي كې شنې پاتې كېږي او د اّريوب درې همدا ونې پخپله غېږه كې رانيسي او لا ښكلا وربښي. د اّريوب ختيځ لور ته كرم ايجسنۍ شمال لور ته يې سپين غر، چې د ننګرهار سره نښلي او د شمال لويديز لور ته د كټه سنګ او لوګډي د غرونو په ذريعه له لوګر ولايت سره پيوند اخلي. لويديځ لور

21.02.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more