فرهنګ او ادب د يو هېواد او خلكو د شناخت او هويت د سپړلو ښکلې وسيلې دي هر څومره، چې دغه عرصه وده كوي او په دې اړه خدمتونه پراخېږي په همغه كچه د يو هېواد د خلكو د شناخت ګراف لوړېږي اوله دې سره د نورو د پام وړ ګرځي. په افغانستان كې د تېرو دوه نيمو لسيزو ناخوالو كودتايي اوتحميل شويو سيستمونو په دې هېواد كې د خلكو هر څه د نابودۍ غېږې ته وسپارل له ټولو وړاندې يې بېګانه وارد شوې ايډيالوژيګانې، كلچرونه او تقليدونه وو، چې موږ يې له خپلو اصيلو شتو او تاريخي ماصفاتو څخه محروم وګرځولو.
له دې امله د كلاشينكوف، وژلو، ترټلو، كينې او حسد فلسفې د ژوندانه د ورځنيو مصروفيتونو په سر كې ځاى ونيو هغه به ډېر ناپوهه انسان ګڼل كېده، چې د ټوپك ويشتل به يې نه وو زده.
د قلم او كتاب سره اشنايي د فراموشۍ باد ته وسپارل شوه.
ددغو ټولو حالاتو سره خداى پاماني او د نوي طرز تفكر لور ته د ذهنونو تيارول څه اسانه او ساده كار نه دى.
په كوم قساوت او بې رحمۍ سره چې زموږ د فرهنګ عرصې ضربه خوړلې د هغه بديل به دا وي، چې په سل چنده زړه سوي سره دغه عرصه بيا احيا او ورغول شي.
كه دغه رغول له ذهنونو سره تړاو لري كه زموږ د روز مره كړنو سره او يا هم نورو هلو ځلو سره بايد له پامه ونه غورځول شي.
موږ وينو، چې په پكتيا ولايت كې غني استعدادونه او قوي مقرونه شته، چې كه په كار واچول شي ښايي يو عظيم فرهنګي انقلاب رامنځته كړي؛ نو موږ به په اسانۍ سره وكولاى شو د پردي كلچر ټول تاثيرات له منځه يوسو او خپل هېواد څه ناڅه په هغه مسير برابر كړو، چې زموږ د سپېڅلي تاريخي هويت نمايندګي كولى شي.
په دې وروستيو وختونو كې د لومړي ځل لپاره د ګردېز په ښار كې د نښتر په نامه د عنعنوي مېلې او لرغونې مشاعرې پرانسته وشوه، چې پكې ګڼ شمېر شاعرانو او اديبانو ان د پكتيا ولايت له ګاونډيو ولاياتو څخه ګډون كړى و، چې په دې غونډه كې د فرهنګي يون د ښه بريالي تعقيب او رواج په خاطر د ځينو فهرنګپالو شخصيتونو لكه جناب محترم حكيم "تڼيوال"، سناتور ډاكتر باختر امين زي او ځينې نورو كسان له خوا ژمنې وشوې او په پكتيا كې ې د فرهنګي يون د ګړندي كېدو په خاطر د عملي مرستو اظهار وكړ.
همدارنګه په پكتيا كې د ځينو چاپي خپرونو د پراختيا او د ګران فرهنګپال او روڼ اندي ورور اخلاص يار صاحب په زحمت او استعانت د سليمان غر د مجلې چاپېدل د نوي فرهنګي لوړ احترام په توګه وستايل شول، چې موږ داسې ټولې هڅې په دې ولايت كې د فرهنګي خدمتونو د پراختيا لور ته د نويو پرمختګونو بېلګې شمېرلى شو.
دا فعاليتونه بايد پراختيا ومومي، وهڅول شي او د نورو مرستو د جلب لارې چارې يې ولټول شي.
ځكه يو شاعر وايي:
مابه اميد  و خار تو ګز نيستم ز جان
دوستان را مبراز ياد و فراموش مكن
يوازې په تشريفاتي غونډو سره دغه يون ثمر ته نه رسېږي؛ بلكې عملي حركت ايجابوي. زړه سوى او خپل ملي هويت سره شناخت او مينه ايجابوي.
موږ د قهقرا خوا ته روان يو پردي كلچر زموږ د ځوانانو اخلاق او هر څه تر تاثير لاندې راوستي د دوى راتلونكى د تشويش وړ برېښي له دوى سره زړه سوى په كار دى، د دوى لاسنيوى په كار دى او دغه بيت مصداق كول په كار دي، چې وايي:
اګر بينى كه نابينا و چاه است
و اګر عـــــــــاق بينى ګناه است
ددغه يون د هر څومره ښه برياليتوب په هيله.