كله چې د روژې مياشتې ته پينځلس ورځې پاتې شي؛ نو ټوله پكتيا سندريزه سندريزه شي ته وا په ټوله پكتيا كې واده دى، د پينځلسي شپه، چې څوك ورته "ښه شپه" او ځينې يې د "سپين ږيرك" شپه بولي په پكتيا كې په دېره مستۍ نمانځل كېږي.
د شعبان له لسمې هر ماشوم له خپلې مور پوښتنه كوي، چې پينځلسى كله دى؟ د پنځلسي له راتلو وړاندې هر ماشوم پخپلو تنكيو ګوتو شمېر كوي او ورځې ګڼي، چې څو ورځې دغې سندريزې شپې ته پاتې دي، بيا چې كله دا شپه راشي؛ نو له مازيګره هلكان ډلې جوړې كړي، كله چې د ماښام تورې تيارې په خپرېدو شي له سپينې سپوږمۍ وړانګې په ورېدو شي؛ نو د ماښام خاموشي د ماشومانو په دې سندره سندريزه شي، چې وايي:
ښكليه پينځلسيه تا به څوك رڼوي
ښكلي ووړكي مړه دي جونه خوب زنګوي
بيا نو ډلې ډلې ماشومان، چې يوه پكې غاړې ته ډولكى يا بل داسې څه، چې ښه اّواز وباسي اچولى وي، كور_ كور ته ودرېږي او په يوه خوله په ترنم دا دعاييزه سندره كوي، چې:
كور يې اّباد كړې مېله يې زرغونه كې (كړې)
زړه اجت (حاجت) يې پرا (پورا) كې (كړې)
كله چې د كور والا راووځي؛ نو هغه ترې غوښتنه كوي، چې هغه چاته دعا وكړي، چې زوى يې نه وي، د هماغه چا نوم ورته واخلي يا د احمد يا محمود، چې دعا ورته وكړي ماشومان بيا خپل ډولكي ته ګړنج وركړي او په ترنم دا دعاييزه سندره كوي، چې:
"احمد" ته ښه زوى وركې (وركړې)
چې په غولي ورته ژوړي
مستو كټوه غوړي (غواړي)
د كور والا په دې دعاګانو ډېر خوشحالېږي؛ ځكه هغه په دې عقيده لري، چې د ماشومانو دعاګانې خداى(ج) قبلوي، بيا د كوروالا غوښتنه ترې كوي، چې د مال و جايداد لپاره دعا ورته وكړي، هلكان بيا خپل ډولكي ته ګوتې واچوي او په ترنم داسې وايي، چې:
دومره روپۍ وركړې لكه يې پورې غره څېړۍ
اوس به واچوي روپۍ
بيا نو د كور والا د اتڼ غوښتنه ترې كوي، يا غرنۍ سندرې پرې وايي، چې ښه يې ستړي كړي نور نو هغه څه وركړي، چې دوى پرې خوشحالېږي.
همداسې تر نيمو شپو د هر كور مخ ته ډولكي وهل كېږي او سندرې بلل كېږي، ماشومانې جينكۍ هم پر بامونو ناستې وې، سندرې بولي او چمبې وهي.
دا شپه، چې د سپين ږيرك شپه هم بلل كېږي، اوس په اريوب كې يوازې د ماشومانو له خوا نمانځل كېږي، پخوا به ځوانانو هم په دې شپه كې خپل ځانونه ستړي كول، پخوا به ځوانان په لويو لويو ډلو ووېشل شول، له مازيګره به يې خپله ډله جوړه كړه، چې دې ډلې ته به يې د سپين ږيرك ډله ويله، د سپين ږيرك په نوم يې ځكه يادوله، چې يو ځوان به يې د سپين ږيري په شان جوړ كړو، غټه پګړۍ به يې ترې ووهله، له سپينو مالوچو به يې سپينه ږيره ورته جوړه كړه او لوى كوتك به يې په لاس كې وركړ، بيا به نو ټول هلكان ورپسې وو، كور_ كور ته به ورتلل او هرې دروازې ته به يې همدا:
ښكليه پينځلسه تا به څوك رڼوي
ښكلي ووړكي مړه دي جونه خوب زنګوي
او نورې دعاييزې سندرې كولې، د كور والا به چې له اتڼه ورته ووې؛ نو سپين ږيرى به مخكې شو او نور به ورپسيې ښه مست اټن به يې وكړ، هغه وخت به يې روپۍ نه اخيستې، يا به يې بوره، كورني غوړي، وړه... همداسې نور خوراكي مواد اخيستل، تر نيمو شپو به په ټول كلي راوګرځېدل، بيا به نو يوې داسې لويې حجرې ته لاړل، چې ټول پكې ځايېدل، هلته به يې د كلي يوه بوډۍ راغوښتې وه، هغې ته به يې ټول خوراكي مواد وركړل، چې پاخه يې كړي، دوى به نو په دوو ډلو ووېشل شول او غرنۍ سندرې به يې پيل كړې. شپه به نيمه تېره وه، چې بوډۍ به ورته پاخه كړاى شوي شيان راوړل، چې شلې (يو قسم د هګيو پراټې دي) غړي (اووه پاټه پراټې ته ورته خوراك دى، چې په هر پاټ كې يې بادام، پسته، چارمغز، چنغوزي او... وي) او نور څه به يې ورته پاخه كړي وو، چې ټولو ځوانانو به ځانونه ماړه كړل، درستخوان به ټول شو، بيا به بوډۍ پتيره راوړه، پتيره به له اوړو پخه شوې وه؛ لكه كاڼى داسې به سخته وه په منځ كې به يې سورى وكړ او مزى (تار) به يې پسې ګنډه كړ، د حجرې د منځ په تير كې به يې راځوړند كړ، بيا به نو ټول ګېر چاپېره كېناستل، يوه ځوان به پتيره په بل وروشړله، هغه ځوان به له پتيرې په هوا كې خوله پرې لګوله او خوړله به يې، شرط به يې دا و، چې لاس به نه وروړي، كه مقابل لوري به كوچنۍ غلطي هم وكړه؛ نو په كلكه پتيره به يې شونډې ولږېدې او وبه پړسېدې، همداسې ټوله شپه په ډېره مستۍ او خوشحالۍ تېره شوه.
څومره، چې ځوانانو په خوشحالۍ او مستۍ دا شپه تېروله جونه هم ترې كمې نه وې، وايي، چې كله به د پينځلسي شپه راغله؛ نو پېغلو به په ګودر كې له مازيګره د داسې بوډۍ كور وټاكلو، چې د دوى خدمت به يې كولاى شو، كله به، چې ماښام شو؛ نو هماغه كور ته به لاړې، چې مازيګر به يې په ګودر كې ټاكلى و هر چا به له خپل ځان سره غوړي يا اوړه... راوړي وو او د كور والا بوډۍ ته به يې وسپارل، كله به چې ټولې پوره شوې؛ نو دايره ګان (چمبې) به يې راواخستې او سندرې به يې پيل كړې.
كله به چې ښې ستړې شوې؛ نو بيا به يوې پېغلې له ځانه بوډۍ جوړه كړه او بلې به د هلكانو جامې واغوستې له ځانه به يې ځوان جوړ كړ، اوږده به وغزېده څنګ ته به يې له ټيكري جوړه شوې ډوبلۍ كېښوده، هغه پېغله، چې له ځانه يې بوډۍ جوړه كړې وه، هغه به يې سر ته كېناسته نورې ټولې پېغلې، چې له كوټې به وتلې وې چمبه به يې وهله، كوټې ته به راننوتې دا سندره به يې ويله:
واه د مومين مورې، سر تړلى سترګې تورې
مومين دى چې ناروغ و مومين اوس څنګه ده
د مومين مور (پېغلې بوډۍ) په ځاى ددې، چې د سندرې ځواب په سندرې وركړي هغې به وير او ماتم پيل كړ، په ژړا كې به يې ويل:
دوه شلې مې مومين زوى ته پخې وې
چې څنګ كې يې پرتې وې
يوه يې وخوړه
بله پشې ترېنه يووړه
پېغلو به چې د مومين مور په ژړا وليده؛ نو هغوى به هم دايره وغورځوله او ژړا به يې پيل كړه، له مومين نه به ګېر چاپېره كېناستې، ټولو به ژړل، مومين به سر جګ كړو په برګو برګو به يې وليدل ډوبلې ته به ې لاس كړو او په جونو به يې د وهلو شروع وكړه، ټولو جونو به منډې كړې، هر چا به د ځان خلاصي كوشش كوو، مومين به چې هره پېغله ونيوه؛ نو له هماغې پېغلې به يې ناوې جوړوله؛ خو د ناوې له جوړو وړاندې به ټولې د بام سر ته راوختې، په دې وخت كې به شپه تر نيمايي تېره وه، هر طرف به خاموشي وه؛ خو د بام په سر به چې د پېغلو په ښكلي اّواز دا سندره شروع شوه، چې:
چر غږ چرغږ (چرګ غږ) د سليمې بام په سرونه
له خوبه پاڅه خوب به بيا وكړې مَېنه
نو خاموشي به غوڅه شوه، د كلي ټول خلك به راويښ شول، په نيمه شپه كې به يې له دې خوندورې او زړه وړونكې سندرې څخه خوند اخيستو، بيا به چې كله ښې ستړې شوې؛ نو په نيمه شپه كې به يې هماغه پېغله، چې د مومين په پنجو كې به ګېره وه هغه به په ساړه كې د كلي چينې ويالې يا ګودر ته وروسته او په سړو اوبو به يې ولمبوله كه واورې به ورېدې هم ناوې به په اوبو لمبول كېده، كله به چې ناوې ولمبول شوه؛ نو يوې پېغلې به منګى له سپينو اوبو ډك كړو هغه به له ناوې مخكې روانه وه دوو پېغلو به ناوې په غېږ كې نيولې وه نورې به ورپسې او په ښكلي اّواز به يې دا سروكى وې، چې:
ناوې ورو ورو ږده قدم ورو ږده
همداسې به يې پسې زياتوله، چې:
ناوكۍ پل دې بختور شه
شپه دې بارات ورځ دې اختر شه
د بوډۍ تر كوره به يې چې راورسوله؛ نو ښې ښكلې جامې به يې ترې واغوستې لونګ به يې ورپورې كړل ښه ښكلې به يې جوړه كړه بيا به يې د اوبو ډك منګى مخ ته ورته كېښودو، پال اچول به شروع شول هرې پېغلې به منګي ته خپلې ګوتې ورواچولې بيا به ټولو دا سندره شروع كړه، چې:
پورې وورې پاڼ پكې ايښى سركى قراّن
لاس كړه بي بي لاس كړه له منګي نه ګوته واخله
ناوې به منګي ته لاس كړو د هر چا ګوته به چې راووته؛ نو دا پال په دې معنا و، چې دې پېغلې ته به خداى(ج) دينداره او مولا مېړه وركوي.
بيا به پېغلو په ګډه دا سندره شروع كړه، چې:
د بوزو بوز خانه، پكې ده سرو زرو دانه
لاس كړه بي بي...
ناوې به چې د چا ګوته راواخيسته؛ نو پال په دې معنا و، چې دې پېغلې ته به خداى(ج) مالداره او ښه مېړه وركوي، بيا په يې په كډه دا سندره شروع كړه، چې:
چاودې چاودې پښې، يو من خاورې ورپسې
لاس كړه بي بي لاس...
ناوې به چې لاس كړو د چا ګوته به يې، چې راواخيسته؛ نو هغه به ټولو همزولو تنګوله، چې خداى(ج) به مزدوركار مېړه وركوي، همداسې به د ټولو ګوتې راواخيستې، كله به چې ګوتې خلاصې شوې بيا به هرې پېغلې له منګي اوبه را اخيستې او د ټيكري په پيڅه كې به يې ګنډه كړې، هغې نه پس به بوډۍ ورته چاى، شلې غړي راوړل، ښه ځانونه به يې ماړه كړل نور به نو شپه وتلې وه د ملا اّذان سره به ويدې شوې، كله به چې سحر راپاڅېدې؛ نو له هرڅه مخكې به يې د ټيكري پيڅه خلاصوله، چې اوس به له اوبو وچه شوې وه، پېغلو به دا انګېرله، چې كه چېرې په پيڅه كې سپين وېښته وو؛ نو ورور به يې ډېر عمر ژوندى وي او كه تور وېښته به و؛ نو بيا به خفه وې او انګېرله به يې، چې ورور به يې په ځوانۍ كې مري.
په دې ډول به په پكتيا كې پخوا د پينځلسي شپه ډېره په مستۍ او خوشحالۍ نمانځل كېده، چې اوس يې هغه پخوانى خوند نشته او يوازې د ماشومانو له خوا نمانځل كېږي.