زماتڼاکې پښې لالارې غواړي
لکه ماشوم چې له هيندارې غواړي
شکرلاسونه دپاچازرغون شول
اعلان ېې وکړبورې ورارې غواړي
دپېزوانه رواج لانه پرېږدي
ټيک ته روپۍ کليمه دارې غواړي
دلته هم زوردپنجابيانومنم
هردوکانداررانه کلدارې غواړي
زه ساده پېغله په پښوهم شله يم
ژڼي خوروغې اوهوښيارې غواړي
دلوږې تاب نوردايتيم نه لري
په ډېرانونوکې مردارې غواړي
زمادورورغوښتنې څومره لوړې
من اوسلوه له خدای تيارې غواړي
تره،پلاراومورېې په يوبم والوتل
يتيم ډوډۍ اوس له تيندارې غواړي
حيران دمينې زور په هرچامني
په معشوقوکې وفادارې غواړي.