له پتلون سره په زړه پورې مرکه
موږدادی له وخت څخه په ګټې سره له پتلانه سره مرکه کړې،چې ترپايه يې دلوستلوبلنه درکوو،
پوښتنه: له معمول سره مركه مهرباني وكړئ په پيل كې ځان راوپېژنئ، بده به نه وي؟
ځواب: مننه، زما نوم پتلون، تخلص نه لرم. اصلي ټاټوبى او د پيدا كېدو ځاى مې معلوم نه دى، همدا ده، چې له پلار و موره هم احوال نه لرم، چې څوك دي او چېرې دي.
پوښتنه: ټولو پوښتنو ته مو يو مخ ځواب ووايه، په هر صورت كه مو د ژوند په هكله معلومات راكړئ؟
ځواب: ژوند دى تېرېږي، ټيټې او هسكې راځي؛ خو زه له خپل ژوند څخه راضي يم او تقريباً بد نه دى، ښه تېرېږي.
پوښتنه: كوم ډول خلك دې خوښېږي او كوم ډول خلك تا خوښوي؟
ځواب: ډېره په ځاى پوښتنه ده، هر څوك،چې راسره مينه وښيي ولو كه هر څوك وي خوښ مې دى او د دوهمې برخې په ځواب كې بايد ووايم، چې په دې نه پوهېږم، چې كوم ډول خلك ما خوښوي، په دې اړه ډېر څه معلومات نه لرم.
پوښتنه: كه د طالبانو د دورې په اړه څه رڼا واچوئ، چې ستاسو ژوند څنګه و؟
ځواب: د طالبانو په دوره كې خو مې ژوند بېخي ستونزمن و، په ښار كې نه شوم ګرځېداى، ژوند مې له مشكلاتو سره مخ و؛ خو بيا داسې هم د مشرتيانو او نان وايانو دې كور ودان وي، چې له ما سره يې خپلې اړيكې څه ناڅه ساتلې دي.
پوښتنه: په وروستنيو پرمختګونو باندې كه څه رڼا واچوئ؟
ځواب: ډېر ښه، كله چې د طالبانو حكومت نسكور شو او د كرزي په مشرۍ د حكومت په نامه يو څه منځته راغله څه ناڅه مې ژوند ښه شو؛ خو دومره نه، ولې اوس اوس مې په ژوند كې ډېر تغيرات راغلي دي، ځينې خلك له ما سره ډېره مينه لري، نجونې او هلكان، ځوانان او سپين ږيري راته په يوه سترګه ګوري او زه ترېنه د زړه له كومي مننه كوم.
پوښتنه: ځينې خلك چادري او تاته په يوه سترګه ګوي، ستاسې نظر په دې اړه څه دى؟
ځواب: اوف، د چادري خو راته مه وايه، چې زړه يې راته خوړلى، زه حيران يم، چې ماسره يې څه ضد ده، چېرته، چې زه يم؛ نو هلته دا هم لكه بن راسره مله وي، خلكو ته هم حيران يم، چې ولې دا كار كوي، خداى(ج) دې دوى ته سمه لاره وښيي.
پوښتنه: څه وخت كې ځان ارام احساسوې؟
ځواب: ډېره سخته پوښتنه ده؛ خو په هر صورت زه په هر وخت كې ځان ارام احساسوم؛ خو بايد ووايم، چې زما د نارامۍ لامل ګرځي هغه دادى، چې كله مې له ځانه غټو او چاغو خلكو سره سر و كار شي، بيا نو زما د حال پوښتنه مه كوه.
پوښتنه: كوم موسم دې خوښېږي؟
ځواب: زه د ټولو موسمونو سره ښې اړيكې لرم، شكر دى راسره ښه چلند كوي؛ خو د پسرلي موسم مې ډېر خوښېږي.
پوښتنه: ښاغليه! ځينې فرصت طلب خلك پر تاسې رنګارنګ نومونه ږدي، چې ګويا تېرې نام، ټايټانيك دى او داسې نور په زړه پورې نومونه، اّيا دا حقيقت لري؟
ځواب: دا دوكانداران دې خداى(ج) خوار كړي، هر څه چې په خوله ورځي؛ نو پر ما يې تپي، دوى خواران هم نه دي ملامت او دا كار هم زما په خاطر كوي، چې زما بازار تود وساتل شي، ولې زه وايم، چې: عطر اّنند كه خود بويند، نه اّنكه عطار ګويند.
پوښتنه: كوم ډول پېرودونكى مو خوښېږي؟
ځواب: مننه، زما ټول هغه كسان، چې له ما سره ملتيا كوي ښه راځي او د احسان منونكى يې يم؛ خو زما هغه پېردونكى خوښېږي، چې زما د رانيولو په وخت كې سر خوږ نه كړي او زما له همراهۍ نه ونه وېرېږي؛ لكه چې وايي: هر كسى كه باشي، يار ماستي.
پوښتنه: په پاى كې مو كه پيغام ووايئ؟
ځواب: څه خاص ويل نه لرم؛ خو يوه غوښتنه لرم هغه دا چې دا سپين سرې مېرمنې دې زما له استعمال نه ډډه وكړي او زما مقام او حيثيت دې د ځوانانو په برابر كې نه راټيټوي.
مننه ښاغلى پتلون، چې له موږ سره مو مركه وكړه او زموږ پوښتنې مو ځواب كړې!
له تاسې څخه هم مننه، چې زما د حال پوښتنه مو وكړه.