له دې چي خلک وايي دنوروخبروته چې هغوی نه غواړي خبرې ېې نورڅوک واوري غوږنيول ښه اوغوره کارنه دی اوسړی پرې سخت ګناهګاريږي؛خوڅه وکړم داعادت راته له پخوانيو په ميراث راپاتې دی.بس چيرته چي کوم دوه کسان سره ووينم،چې سره نژدې شوي اويوبل ته په غوږکې څه وايي،نوزماپروجودخارښت ولږي اودناقرارۍ لمبې مې په هډوکوپورې شي اوپه ډېرکم وخت کې مې ټول وجودغوږونه غوږونه شي اولکه داوسيۍ پرمختللې ټيکنالوژۍ مايکروفوتونوپه څيرچمتوشي اوحتی په سلومترونوکې هم که څوک غوږونه سره نژدې کړي اودڅه ويلوخيال وکړي؛نوهغه مخابره چيانوخبره چې زه ېې چاروپنچ اورم.
دا هم منم، چې د دواړو عادتونو درلودونكى به ګناهنګار وي؛ خو بارو وكړئ، چې په ډېرو مواردو كې فايده من هم دي، د مثال په توګه ما همدا څو ورځې وړاندې د خپلو دغو تېزو غوږونو په مرسته داسې يو راز كشف او لاس ته راوړ، چې كه چېرې يې په كومه مجله، ورځپاڼه او يا د كومې لنډې رسالې په توګه چاپ كړم؛ نو رانيونكى به يې په ډېره لوړه بيه او په ډېرې سختۍ لاسته راوړي.
دا چې زه د پورته ياد شوي عادت تر څنګ يو بل ډېر غوره او ښه عادت چې لرم هغه دادى، چې هېڅ د تنګ نظرۍ خوى او حس نه لرم څه چې ځان ته خوښوم هغه بل مسلمان ورور ته هم خوښوم!!
ځكه خو غواړم چې دغه ارزښتناك (راز) له تاسو سره په وړيا توګه شريك كړم او پاتې دې نه وي، چې دغه (راز) په اوسنيو شرايطو كې ډېر ګټور دى!!
دا چې دغه ګټور (راز) او كه ورته (فن) هم ووايو بې ځايه به نه وي ما څنګه لاس ته راوړ؛ نو راته غوږونه غوږونه شئ او له زده كولو وروسته ترې ګټه واخلئ!
تاسو ته به معلومه وي، چې زه د خپل كلي د شورا له خوا په ولايتي شورا كې استازى يم، دا څو ورځې كېدې، چې د خپلو كليوالو د يو ګډ كار لپاره په ولايت كې د يوې ادارې چې نوم يې نه اخلم د رييس صيب سره د ليدلو او د خلكو د مشكل د مطرح كولو په خاطر لالهانده او سرګردانه وم؛ خو بلاخره زما لوى خداى(ج) ددغې سرګردانۍ او لالهاندۍ (مزد) هم راكړ، چې همدا له حكمتونو ډك (راز او فن) دى، څه به مو سر خوږوم ها بله ورځ مې له ځانه سره وپتېيله، چې ياره دا ځل چې هر خېل كېږي بايد رئيس صيب پيدا كړم او د خلكو ستونزې او غوښتنې ورسره مطرح كړم؛ نو ځكه خو د نورو مراجعينو څخه يو څه دمخه د هغه صيب د دفتر په لوري وروخوځېدم، لا د رييس صيب د دفتر دروازې ته نه وم رسېدلى، چې سترګې مې د هغه په چپړاسي دينو اكا ولږېدې، چې له يو بل تن سره چې په پخواني موډ ګنډل شوې كورتۍ يې اغوستې وه او اوږده قره قولي يې په سر وه غوږونه يې سره نژدې كړل، زه د خپل عادت له مخې پر خپل ځاى ودرېدم او د وجود نور غړي مې له كاره ولوېدل يوازې دوه غوږونه مې اتومات د دوى په لوري لكه د تلويزيون اوسني اتوماتيك انتنونه د دوى په لوري وركاږه شول، ايله مې ځان د دېوال خوا ته كړ او د ثبت كولو سور بټن مې ټينګ كړ، د لومړي ځل لپاره د رييس صيب د چپړساسي دينو اكا غږ د ټيپ تر هيډه راورسېده، چې ويل يې:
ياره ګلو اكا! چې داسې ژور فكر وكړې؛ نو پوه به شې، چ د دنيا پر مخ هر څه بدل شوي!
ګلو اكا چې ډېره موده يې له دينو اكا سره په يوه بله اداره كې د نيمچه باسواده چپړاسي په توګه دنده ترسره كړې وه د دينو خبره يې ورپرېكړه او ترېنه يې وپوښتل: دينو اكا دا څنګه:
دينو اكا ورته پرته له مقدمې د زړه خبره پيل كړه: پخوا به په خلكو كې د يو بل سره مينه محبت و؛ خو اوس يې ځاى تربګنۍ نيولى او دغسې پسې ارتېر شه د صداقت او ريښتينولۍ ځاى ټكۍ او برګۍ نيولى، پخوا به ره چا كه به روغ و او كه ناروغ، كه به ناجوړه و او كه به لېونى ځان به يې له درواغو، حرامو او نورو نارواوو څخه داسې لېرې ساته كله څوك چې خپل سوى لاس له خلكو ساتي.
ګلو اكا چې د دينو سپينې خبرې پرې چندانې ښې ونه لږېدې؛ نو يې په خبره كې ور ودانګل: دينو اكا دا خو كومه نوې خبره نه ده! ما وويل، چې څه اسماني ټكه راپرېوتې ده، دا راته ووايه، چې رييس صيب شته او كه نه؟ دا مكتوب مې راوړى په هكله يې له ده سره يو څه مشوره كوم.
دينو اكا چې لا يې د زړه بړاس نه و وتلى خو له خپل عزت تېر شو او ورته يې وويل: د څه شي مكتوب؟
ګلو اكا ورته په كړس كړس وخندل او له غرور نه په ډكه لهجه يې ورته وويل: بې خبره ځان خبر كړه، ته ويده يې ځكه خو دې ټول عمر په چپړاسيتوب كې تېر كړ، په دغه پاكټ مې زما د رييس كېدو حكم پروت دى زوروره زه رييس شوى يم او هغه هم د ښاروالۍ رييس! اوس خبرهخ په دې كې ده، چې ستاسو رييس صيب زما د وړكتوب ملګرى دى او څنګه چې ليدل كېږي په كارونو كې نام د خداى(ج) ډېر بريالى دى او دا شل كاله كېږي، چې خپل مقام او چوكۍ يې ساتلې، زه هم غواړم، چې يو څه لارښوونې او مشورې ترې واخلم!
دينو اكا د ګلو خبرو په حيرت كې واچاوه هېڅ باور يې نه راته او د ګلو اكا پلنوالى او اوږډوالى يې په حيرانتيا سره له سترګو تېر كړ او بيا يې په كړس كړس وخندل او له ځان سره يې وويل: ياره دينو! ګو كه رييس خو څه وزير هم شي ته بايد په دې كې شك او شبهه ونه لرې ځكه (شار ناپرسان دى!).
ګلو دينوته ورو غوندې ديكه وركړه او ورته يې وويل: څه چورت وهې لكه چې د رياست چوكۍ دې پر ما ونه لورېده؟
دينو د ګلو په ټيلوهلو له خيالي دنيا څخه رابهر شو او په بيړه بيړه يې وويل: نه نه ولې په مې نه درباندې لورېږي خداى(ج) خو دې زما ياران پاچاهان كړي، چې موږ يې وزيران شو! خوا به مې ولې بده شوې وي! ګوره ته چې اوس رييس شوى يې دا خو نه ښايي چې د بل رييس نه مشوره وغواړې دا خو دې شان او شوكت ته ډېر تاوان رسوي كنه! ګوره زه خو دې هم ملګرى يم دا چې زموږ رييس څه كوي او څنګه پخپلو چارو كې بريالى دى او دا شكل كاله يې خپله چوكۍ او مقام څنګه ساتلى؟ د هغه د ورځنيو چارو مهالوېش له ما سره شته زه به د هغه يوه كاپي تاته دركړم؛ خو په دې شرط چې كه چېرې دې مامورينو او مسلكي چپړاسيانو ته لكه ځان چې ګورې اړتيا پېښېده؛ نو زما خپلوان به نه هېروې څنګه؟!
ګلو په بې صبرۍ ورته وويل: دينو ته بې غمه شه دينو! قسم په خداى(ج) چې كړوسي خو دې په كار ولګوم كړوسي؛ خو ګوره د هغه د كارونو مهالوېش راكړه!!
دينو اكا د خپل رييس د كارونو په مهالوېش هم د دفتر د نورو لوازمو په څېر د تجارت كولو خيال په مغزو كې وڅرخاوه او غوښتل يې چې په لوړه بيه يې يوه كاپي په ګلو وپلوري؛ خو ګلو پرې غږ كړ: خير دينو اكا كه كاپي يې نه راكوې؛ نو ته يې په لنډه توګه راته وايه او زه به ټينګ غوږ ورته كېږدم.
بلاخره دينو اكا راضي شو او ګلو اكا د نورو مراجعينو له سترګو پناه كړ؛ خو زما له غوږو يې چېرې پنا كولاى شواى؟ غوږونه مې لا ورته بيدا شول.
دينو اكا مې وليد، چې په پلاستيكي كڅوړه كې يې تاو كړى كاغذ راوېست او ورته يې وويل: ټينګ غوږ راته ونيسه!!
د سهار اوه بجې:
پرته له ځنډه د ولايت د والي صيب استوګنځي ته ځان رسول او هلته د جناب والي صيب په وړاندې په ملا كړوپ كېدل، بند په بند ماتېدل او د خپل عادي غږ د بدلېدا سره يو ځاى د لاندېنيو پوښتنو مطرح كول:
جناب والي صيب ورځ مو نېكمرغه او سهار مو په خير! جناب عالي حال څنګه دى؟ د شپې خو به په تكليف شوي نه وئ صيب! مياشو او مچانو خو به په عذاب كړي نه وئ صيب؟ هوا خو به ډېره سړه او يا ګرمه نه وه صيب؟
د والي صيب د لنډو ځوابونو د اورېدلو وروسته د فزيكي حركاتو او د ژبې د غوړوالي څخه په استفادې سره دا ويل، چې: ياره هېڅ باور مې نه راځي، شكر دى چې روغ دې وينم صيب، ما ډېر بد خوب ليدلى صيب، تاسو مې صيب د يوې خړې بړبوكۍ په منځ كې ليدلى صيب چې هوا ته يې پوتره كولې؛ خو ما ته ټينګ له لاسه نيولى وې او نه مې پرېښودې، چې بړبوكۍ دې په هوا كړي صيب! باور وكړئ صيب كله چې له خوبه راپاڅېدم صيب بيا مې تر سهاره سترګه نه ده پټه شوې، سهار مې اولادونو راته ويل، چې څه درباندې شوي؟ چاى وڅښه بيا لاړ شه؛ خو ماته يې خوند نه راكاوه او يوازې مې تاسو سترګو ته لر بر كېدئ صيب! بس له ځايه راپاڅېدم او ځان مې تر تاسو راورساوه تر څو دې د مبارك مخ ديدن وكړم او خپل پرېشانه خاطر مې جمع كړم صيب!
دينو اكا د يوه قيمتي څيز د پلورونكي په څېر ګلو ته مخ ورواړاوه او ورته يې وويل: دا يوازې لارښود دى، له دې نه زيات څه ويل او څه كول د سړي په مهارت او هنر پورې اړه لري! واوره!!
د ورځې اته بجې او دېرش دقيقې:
د جناب والي صيب سره دده له استوګنځي څخه د كار تر دفتره پورې په بدرګه تلل او هلته د مراجعينو او كار كوونكيو پر وړاندې ځان ډېر مصروف او والي صيب ته ورنژدې او خدمتګار ښودل او د مراجعينو پر وړاندې د جناب والي صيب د هرې خبرې سره خپل سر د تايد او نهى په لور ښورول، په دولتي او غير دولتي چارو كې د بې ځايه او بې مورده مداخلې كول او نظر وركول لازمي چارې دي او له دې نه زيات څه كول او څه ويل بيا هم ستا په استعداد پورې اړه لري.
د ورځې لس نيمې بجې:
د جناب والي صيب له دفتر نه مرخص او د امنيې قوماندانۍ په لوري په موزون قدم مرش حركت كول او په هر شان چې كېږي د ولا شان قوماندان صيب حضور ته ځان رسول او هلته د نورو مسوولينو او مراجعينو د وخت د ضايع كولو تر څنګ د يو لړ زهرجنو او نېشداره خبرو او موضوعګانو مطرح كولو سره جوخت د خپل وجود د فزيكي حركاتو په مرسته د قوماندان صيب او ناستو كسانو پاملرنه ځانته جلب كول او په ډېر مهارت سره داسې موضوعګانې او خبرې مذرح كول چې نه دي مسلك او نه دې مسووليت پورې اړه ولري او په اخر كې د امنيې قوماندان صيب د خاطر د ښادولو په خاطر ددې خبرې كول حتمي دي، چې: جناب قوماندان صيب! خداى(ج) خو دې ستا سيورى زموږ او سيمې د اوسېدونكيو له سره نه كموي! د تاسو په وجود كې خو موږ او سيمې نوې ساه اخيستې، كه تاسو خداى(ج) مه كړه كه نه واى؛ نو په دغه سيمه كې به امنيت بيا څوك راولي بيا به پخوانۍ بابولالې وي!!
ګوره ګلو! كه چېرې په دا شانې محافلو كې سختو خپرو او راټول ځوابننو سره مخ كېږې بايد چې د خولې په جينګولو او د څټميري په ګرولو سره يې په سړه سينه وزغمې! هو.
د ورځې د يوې بجې نه تر دوو بجو پورې:
د دولتي ادارو د يو شمېر مسوولينو سره د لنډو ليدنو په ترڅ كې د يو بل د پخوانيو تربګنيو په پام كې نيولو سره يو ته بد او بل ته ښه ويل، د مذهب، ژپې، ګوندۍ، سيمې او نورو ټكو په پام كې نيولو او ورڅخه ګټې اخيستلو سره ځان هغوى ته خواخومى او نژدې ښودل او د يو څه (راكړې وركړې) په هكله ژمنې او تياري ښودلو څخه وروسته له هغو سره د خداى(ج) پاماني كول.
د ورځې دوه نيمې بجې:
كه چېرې ډېر ستومانه نه وې؛ نو يو وارې د خپل دفتر په لوري هم مخ اړول او هلته پر مامورينو او مديرانو باندې (پام) ساتل او د كارونو د ښه پر مخ بيولو كې ورته لازمي او مفيده لارښوونې كول.
ګرانه ګلو خانه! دا وو زموږ د كار پوهه او مبتكر رييس صيب د وې ورځې د كارون ومهالوېش څنګه له وسه دې كېږي او كنه؟ البته په اونۍ كې دا د هرې ورځې معمول دى او يوازې په دې بدلون چې موضوعګانې او د كار ځايونه فرق (توپير) كوي؛ خو د جناب والي صيب د استوګنځي زيارت كول او كه نه وي؛ نو د كار ځاى ته يې په ورځ كې يو ځل ورتګ حتمي او ضروري دي! البته نورې موضوعګانې د ورځې په تفكيك لكه شنبه، يكشنبه، دوشنبه او داسې نورې بيا تر جمعې پورې خو په دې شرط چې په دې ورځو كې ټولې دولتي ادارې، د قومي شوراګانو د ناستې ځايونه، د پوځي قطعو او جزوتامونو قرارګاوې او حتى د بهرنيو سوله ساتو ځواكونو باركونه هم له ياده ونه وځي او كه چېرې د اونۍ په اوږدو كې زمينه مساعده شي؛ نو كابل مركز ته هم تلل او هلته له يو شمېر لوړ پوړو (كاروپهانو) سره ليده كاته د مهالوېش څخه بهر موضوع نه ده.
باور وكړئ، چې د دينو اكا سوړ اسوېلى مې نه هېرېږي، چې له خوړين او خوش باوره زړه څخه يې راووېست او سم دم يې دا خبره ورسره د ګلو اكا غوږونو ته ورټېل وهله:
ياره ګلو كه په دغه دربدره او كړېدلي هېواد كې مو دا شانې كار پوهه، هڅانده او زړه سوانده شخصيتونه نه واى خداى(ج) خبر چې هېواد او خلك به مو نور څو كاله خوار و زار او دربدره ګرځېدل؟
ګلو چې له اوله تر اخره يې د دينو اكا خبرو ت كلك غوږونه نيولي وو ايله يې خوله ويته كړه او يې ويل: كه خداى(ج) كول نو ما هم د همدغه شان زړه سوانده او په كار پوهه شخصيتونو په كتار كې ورشمار كړه!
دواړه په خندا شول. زما هم حوصله تنګه شوې وه ايله مې ځان د دوى خوا ته ورورساوه او له ځورېدلي زړه مې د مصنوعي خندا په راوېستلو د دوى د كړس كړس خندا بدرګه وكړه. دوى دواړه زما په ليدو يو څه حيران شول؛ خو ما د لنډې خندا وروسته ورته وويل: ما ستاسو با ارزښته خبرې واورېدې اوس نو يوازې خبره دېته پاتې ده، چې زه د دا شانې كارپوه او پر خلكو او هېواد مېنو شخصيتونو د سرلوړۍ او برياوو دعا وكړم او تاسو لاسونه د الله(ج) دربار ته په اخلاص پورته كړئ او د زړه له كومي اّمين ووايئ!
بيا مې لاسونه پورته كړل دوى هم راسره سم لاسونه پورته كړل او ما د زړه له تله دا دعا وكړه: خداى(ج) خو دې د دا شانې زړه سوانده، په كار پوه او په خلكو او هېواد مېنو شخصيتونو سيوري زموږ او زموږ د وران او كندر شوي هېواد د لر او بر څخه زر تر زره لېرې كړي اّمين يا رب العالمين!
دوى هم راسره سم اّمين وويل، بيا يې يو بلت ه سره وكتل، ماته ښكاره شوه، چې په اّمين ويلو پښېمانه شوي وو؛ خو څه وو، چې د دوى اّمين او زما دعاګانې مخكې له مخكې د رب العالمين دربار ته رسېدلې وې.
په دې هيله چې زما په دعا د اّمين ويلو پلويان زيات وي!!