څلورشپېته کاله ملکه وه،دانګلستان تاريخ ېې داوج ټکي ته ورساوه.ددې په پېرکې دبريتانيې بيرغ دنړۍ پرڅلورمه برخه ځلېده اولمرنه په کې ډوبېده.نوموړې دانګلستان دواکمنۍ مشهوره ملکه وه،دنورو ښځينه اونارينه واکمنانوپه پرتله ېې دخپل هيواددتاريخ په ټاکلوکې مهم رول لوبولی دی اودملکې په  توګه دانګلستان په تاريخ کې اوږدپېر لري.

په 1819م كال كې زوكړې ده. لنډ نوم يې ويكتوريا و او پوره نوم يې ?الكساندرينا ويكتوريا? دى. پلار يې اډوارډ ډوك اف كنټ، د درېيم جورج څلورم زوى دى. ويكتوريا له وړكتوب څخه د تخت او تاج مېرمن ګڼل كېدله. د عمر په ديارلس كلنۍ كې يې د خپل ژوند يادښت ليكنه پيل كړه. د خپلو يادښتونو د كتاب په سريزه كې يې د خپل ژوند ترخه ياد كړي دي او ليكي: ?په سلطنتي ماڼۍ كې وم، خو له هغې ساعتېرۍ څخه بې برخې وم، چې د هر ماشوم په نصيب وي، له اجازې پرته مه نه شو كولاى، له خپلې جونګړې څخه بهر ووځم?.
په پنځلس كلنۍ كې يې د خپل هېواد بېلابېلو برخو ته سفرونه پيل كړل او وړاندې تردې چې د سلطنت څوكۍ ته ورسېږي، د هېواد بېلابېلې برخې يې وليدلې، په اتلس كلنۍ كې د انګلستان ملكه شوه او په شل كلنۍ كې يې له پرانس البرټ سره واده وكړ. د دوى د ګډ ژوند مېوه نهه بچيان وو، چې وروسته د اروپا له بېلابېلو سلطنتي كورنيو سره وصل شول او د انګلستان اړيكي يې له نورو اروپايي هېوادونو سره ټينګ كړل. د 1861م كال په ډسمبر كې يې مېړه مړ شو، پر ويكتوريا يې ډېر بد اغېز وكړ، تر لسو كلونو يې غونډو او نورو چارو ته لېوالتيا او زړه راكښون نه ښوده. ډېر لږ به يې خندل، له هغه سره يې ژوره مينه وه، چې د ده د مړينې غم يې په ټول ژوند كې همداسې په ياد پاتې شو او هېر يې نه كړ.
د واك په 40 كلنۍ 1877م كال كې د هند امپراتوره ونومول شوه، په 1887د هغې د پنځوسمې كاليزې په وياړ ډېر ګڼ شمېر پاچايان او شاهزي د نوموړې كاليزې ته ورغلل او په درنو مراسمو يې ولمانځله، په 1897 م كال شپېتمه كاليزه كې د اروپا نيا (انۍ) ونومول شوه. ځكه د اروپا ډېر شاهان او امپراتوران د دې د لمسيانو (د لور له اولاد) څخه راتلل، لكه درېيم ويليم، د المان امپراتور يې لسمى، د روسيې ملكه الكساندرا يې لمسۍ وه، د سويډن ځايناستى مارګريت يې لمسى و، د ناروې ملكه يې لمسۍ وه.
ملكې د انګلستان په كورني او بهرني سياست كې نېغه برخه اخيستله او د انګلستان د يووالي نښه ګڼل كېدله. د دې ځينې نظريې به د ليبرالو وزيرانو (پالمرستون او ګلادسټون) له خنډ سره مخامخ كېدلې، خو د ملكې د روغ نظر له كبله به بېرته شاته كېدل، هنرمنده او هنرپالونكې وه، ويل كېږي چې ډېره ښه پيانو به يې غږوله او سندرې به يې هم ويلې، نوموړې د 1901م كال د جنورۍ پر 22مه نېټه مړه شوه. زوى يې ايډوارډ په 60 كلنۍ كې د اووم ايډوارډ په نوم پرځاى كښېناست
سرچينې:
1. تاريخ معاصر جهان.
2. روزنه مجله.
3. د انټرنټ بېلابېلې پاڼې.