ولور په پكيتا كې يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده چې ددې ستونزې اكثره پيغلې او ځوانان مخامخ څه چې ان سرترې ټكوي ولور په پكتياكې له پخواراهيسې دود دى چې پيغلې څه چې وړې نجونې هم دډېرولور په وړاندې وركول كيږي خو دتېرو شپږو كلنو راپه دې خوا دولور په اخيستوكې خورا ډېر توپيرراغلى خو داچې ولور په ياد ولايت كې څومره اخيستل كيږي قومي مشر حاجي امين الله ځاځي په دې اړ وويل : په پكتياكې بېلابېلو سيمو كې بېلا بېل رواجونو شتون لري خو كه په اټكلي توګه ووايو له دوه نيم لكه افغانيو څخه نيولې تراوو لكو افغانيو پورې ولور اخيستل كيږي .
داچې ولور په ټولنه كې ځوانان له كومو ستونزو سره مخامخ كړي دي ۲۳ كلن ځوان سميع الله پيوند وايي :
زموږ دسيمې ډېر ځوانان په بهرنيو هيوادونو كې دمسافرۍ شپې ورځې سباكوي چې اكثره دولور دپرېكولو له پاره تللي )
كه څه هم په پكتيا كې اكثره پرېكړې او تړونونه دجرګو له لارې كيږي نو داچې تراوسه دولور په اړه كوم تړون نه دى ټاكل شوى دسيمې ډېر خلك ېې دمشرانو دې كار ته داهميت په سترګه دنه كتو پايله ګڼي خوځينې نورېې بيا په دې نظردي چې ياخو ددوى داخبره دقوم خلك نه مني او يا ېې ورپام نه دى .
دپكتيا ولايتي شورا وكيل ښايسته جان احدي وويل : موږ دقومي مشرانو سره ليده كاته كړي په لومړي قدم كې دڅلورو ولسواليو قومي مشرانو داومنله چې دوى به خپلې نجونې په بدوكې نه وركوي نوموړي زياته كړه چې يادو شو قومي مشرانو دا هم وويل چې په راتلونكي كې به دولور په اړه هم ورته پرېكړه وكړي .
خوځينې خلك كه څه هم دولوراخيستل ناروا او بد كار بولي خوځينې خلك بيا دولور نه اخيستل يوه ستونزه بولي په ګردېز كې دنجونو دلېسې يوه ښونكې رنګيزه (نور )په دې اړه زموږ خبريال ته وويل:
كه چېرته ولور وانه خيستل شي په ټولنه كې ډېر خلك داسې انګيري چې په وركړل شوې پېغلې كې څه عيب شته او بل داچې خلك فكركوي چې دولور دنه اخيستوسره ددوى لور دزوم په كور كې بې ارزښته كيږي )
خونن سبا په هيواد كې ډېر ې رسنۍ او كلتوري ټولنې په كار بوختې دي خوكه چېرې يادې شوې رسنۍ دولور يادو شوستونزو ته انعكاس وركړي دولور په اړه غونډې اوسيمنارونه جوړكړي كېداى شي ددې ستونزې په مخنوي كې به مثبت رول ولوبوي .