پکتياکې مشاعره جوړه شوه
دپکتياپه ولايت کې په سلګونو فرهنګيانو يوه مشاعره جوړه کړه.
دغه غونډه چې دپکتياولايت اطلاعاتواوکلتوررياست په نوښت جوړه شوې وه، دپکتياولايت مرکز ګرديز او شاوخوا ولسواليوپه لسګونوفرهنګيانوورکې برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې شاعرانواوليکوالانو دراتلونکي لوى اختر اودسولې په برخه کې مينه والوته خپل شعرونه واورول.
ديادشوي ولايت اطلاعاتواوکلتوررئيس احمدشفامشفق وويل: (( په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم ورته غونډې جوړې ترڅوداب مينه والوتندې پرې ماتې شي. ))
مشاعره دپکتياولايت سندروغاړوله خوادکنسرت په ورکولوسره پاى ته ورسيده.
ديادولووړده چې دامهال په پکتياکې ديارلس فرهنګي ټولنې فعاليت کوي.
ساحل منګل: پکتيا
05.12.2008
- محمدحنيف حيران
ولور په پكيتا كې يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده چې ددې ستونزې اكثره پيغلې او ځوانان مخامخ څه چې ان سرترې ټكوي ولور په پكتياكې له پخواراهيسې دود دى چې پيغلې څه چې وړې نجونې هم دډېرولور په وړاندې وركول كيږي خو دتېرو شپږو كلنو راپه دې خوا دولور په اخيستوكې خورا ډېر توپيرراغلى خو داچې ولور په ياد ولايت كې څومره اخيستل كيږي قومي مشر حاجي امين الله ځاځي په دې اړ وويل : په پكتياكې بېلابېلو سيمو كې بېلا بېل رواجونو شتون لري خو كه په اټكلي توګه ووايو له دوه نيم لكه افغانيو څخه نيولې تراوو لكو...
06.12.2008
- محمدحنيف حيران
دخـــــــپلې لارې نه بدل شــــــومه زهځكه له يوه مـــخه پاګل شــــــــومه زه
درقـــــــــــيبانو هيــــــــــــڅ پروا نه لرميار سره جوړ يار سره خپل شــومه زه
بېګاه په خوب کې ښه ډاډه راغللهبيــــګاه ويده يي په څنــــګل شومه زه
ما چه د عــشق كلــــــــي ته كډه يوړهاوس برابر،اوس مكـمل شـــــــومه زه
اوس بــس په دې راسـره رخه كــــــوي چه جوړ د ژوبلو زړو...