دخـــــــپلې لارې نه بدل شــــــومه زه
ځكه له يوه مـــخه پاګل شــــــــومه زه
درقـــــــــــيبانو هيــــــــــــڅ پروا نه لرم
يار سره جوړ يار سره خپل شــومه زه
بېګاه په خوب کې ښه ډاډه راغلله
بيــــګاه ويده يي په څنــــګل شومه زه
ما چه د عــشق كلــــــــي ته كډه يوړه
اوس برابر،اوس مكـمل شـــــــومه زه
اوس بــس په دې راسـره رخه كــــــوي
چه جوړ د ژوبلو زړو درمــل شومه زه
05.12.2008
- محمدحنيف حيران
پکتياکې مشاعره جوړه شوهدپکتياپه ولايت کې په سلګونو فرهنګيانو يوه مشاعره جوړه کړه.دغه غونډه چې دپکتياولايت اطلاعاتواوکلتوررياست په نوښت جوړه شوې وه، دپکتياولايت مرکز ګرديز او شاوخوا ولسواليوپه لسګونوفرهنګيانوورکې برخه اخيستې وه. په دې غونډه کې شاعرانواوليکوالانو دراتلونکي لوى اختر اودسولې په برخه کې مينه والوته خپل شعرونه واورول. ديادشوي ولايت اطلاعاتواوکلتوررئيس احمدشفامشفق وويل: (( په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم ورته غونډې جوړ...
06.12.2008
- محمدحنيف حيران
له پتلون سره په زړه پورې مرکه ( طنز )
موږدادی له وخت څخه په ګټې سره له پتلانه سره مرکه کړې،چې ترپايه يې دلوستلو بلنه درکوو،
پوښتنه: له معمول سره مركه مهرباني وكړئ په پيل كې ځان راوپېژنئ، بده به نه وي؟ ځواب: مننه، زما نوم پتلون، تخلص نه لرم. اصلي ټاټوبى او د پيدا كېدو ځاى مې معلوم نه دى، همدا ده، چې له پلار و موره هم احوال نه لرم، چې څوك دي او چېرې دي. پوښتنه: ټولو پوښتنو...