چې کله دپسرلي نرمه هواراوليږي اودسړې واورې سپين ټېکری ونغاړل شي نودشيندي بوټي چې دنورو بوټيو څخه زر زرغونيږي په پوله،لاره سمه او غره باندې، لکه دشنو غنمو غوندې راوټوکيږي دشيندي بوټی يو کوچنی بوټی دی چې دوې يا درې نرې خو پرې پرې پاڼې لري ،دپاڼوله مينځه ې يو نری ډنډر راپورته کيږي چې په سر کې يوه زېړه غوټۍ نېسي او هغه غوټۍ په څو ورځو کې خپلې شونډې پرانيزي او په يوه ښکلي ګل بدلېږي چې نرې نرې زېړې پاڼې ېې وي چې د شيندي ګل کله وخنديږي پېغلې ېې په زلفو کې ټومبي او ځوانان ېې په غوږو يا په خولېو کې ټومبي د شيندي له ګل سره دټولې پکتېاخلک اشنا دي شندی ،دلاله دګل غوندې يو ګل دې دلاله ګل سور رنګ لري خو دشيني رنګ زېړده
داريوب ځاځيو په سيمه کې چې کله دپسرلي نرمه هوا ولږېږي نو دشيندي بوټی هم راو ټو کېږ ي دغه دشيندي بوټی دماشومانو له خا راشوکول کېږي او يوه شوخه ډله سره جوړه کړي په کليو کې کور په کور ګرځي او دا سندره په يوه غږ په زړه راښکونکې انداز سره زمزمه کوي
زېری مې درباندې شيندی، شيندی
وه دپسرلي شيندی
زېړو ګلو لاندې شيندی،شيندی
شنه غنم په باندې شيندی ،شندی
بيا ورپسې دغه ټپه هم واېي
تورې مځکې بختورې شيندی،شيندی
زېړو ګلو لاندې، شيندی شيندی
چې پسرلی شي شيندی وسپړي ګلونه شيندی شيندی
چې کله ماشومان دا سندره خلاصه کړي نو وروسته دشينديو بوټي په کور ولا وو باندې وروشيندي او هغه ورته د پرلي په زېري کې مېوه او نور خواږه ورکوي
دغه دود پخوا په پکتېا کې په ځانګړي ډول په ځاځي اريوب کې ډېر و ، خو له بده مرغه دې اوسنيو تاوتريخ والو او ستونزو د ماشومانو په زړو هم ډېر بد اثر کړی دی اوس دغه دود له پخوا په پرتله يو څه کمزوری ښکاري