محدوديت دی،که خوښي ده او که وير دی
محبت چې دی د دوو زړونو جاګير دی
دا وګړي هسې تش په نوم ازاد دي
دلته هر څوک د خورو زلفو اسير دی
زما دزړه په آينه کې نور څه نشته
يو د درد د څړيکو جوړ پکې تصوير دی
چې ډبره مخته ولي لاس ترشا وړی
بس هغه سړی ددې کلي امير دی
وظيفه مې ترې اخيستې دسندرو
زه مريد يم ښايسته جانان مې پير دی
لکه زاڼې سلسله دسپينو ستورو
ستا هلال او ستا دسرو چارګل يې پير دی

عبدالرحيم هلال،اريانا پوهنتون پېښور