سېدکرم د تاريخ په رڼا کې
د بودايي دين زياته سر چينه د باميان او ننني سيدکرم څخه وه. ځينې مو رخين دا کيسه بيا داسې کوي:
د بزرګو څوکه د ازرې ولسوالۍ څخه د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ څخه او د ننګرهار د سره رود د ولسوالۍ څخه لارې ورختلې وې، هلته ددغې څوکې په سر کې يې ډنډ هم واقع و اويو روايت داسې هم دی، چې ددغې ډنډوونوپه شاوخوا کې يو وخت بودايان اوسېدل.
سيکاراما په بودايي اصطلاحاتو کې هغه بمهاراي بيا ردوي معبد علاوه مدرسه هم وي. زه داسې فکر کوم، چې دا بزرګه څوکه بودايي دين د خورېدو په وختونوکې دلته سيکاره وه او خلکود عقيدې په صورت کې هلته زيات رجوع کوله او بودايي زده کړې به يې هلته ترسره کولې. موږ ورته نن سېدکرم وايو، نوځکه سېدکرم نږدې يوولس سوه کاله مخکې سيکاراما په نوم يادېده.
دلته په پسرلي او اوړي کې د تودوخي درجه ١٢ مثبت او ٣٨ لوړه او په ژمي کې ډېره سړه ده، چې تودوخی منفي ٤ نه ان تر ١٨ پورې رسيږي او د بحر له سطحې څخه ٢٢٠٠ نه تر ٢٦٠٠لوړوالی لري.