د يار د مړي ژوند حال ورک شي
کله پيدا شي کله کال ورک شي
ورپسې داسې لالهانده ګرځم
لکه ايرو کې چانه لال ورک شي
تا راپه زړه کړم ګوندې شعروليکم
چې تا راياد کړمه نو خيال ورک شي
بېګامې ډېر عجيبه خوب ليدلی
مانه شړۍ له تا نه شال ورک شي
فطرت نه داسې خپل جانان ورک دی
لکه شپونکي نه چې خپل مال ورک شي.
05.08.2007
- محمدحنيف حيران
له نن څخه تقريباًَ يوولس سوه کاله وړاندې د پکتيا ولايت نوم پخت او پکتين په نومونو يادېده. د افغانستان ډېر مورخين وايي، چې د پکتيا خلک د هندوکش د غرو له لمنو څخه راغلي او په اوسنۍ پکتيا کې مېشته شوي وه. د پکتيا ولايت او سېدونکي د اسلام نه مخکې د بودايي مذهب پېروان وو او بيا د حضرت عثمان (رض) په وخت کې د پکتيا خلک داسلام په مقدس دين مشرف شول او ځينې مورخين بيا په دې نظر دي ، چې د پکتيا خلک د سلطان محمود غزنوي په وخت کې په اسلام مشرف شول.د بودايي دين زياته سر چينه د باميان او ننني سيدکرم څخه وه...
06.08.2007
- محمدحنيف حيران
تر دې بدنامه تر دې سپکه ښه دهد بېلتانه بلا دې ورکه ښه دهدوی دې سپوږمۍ ته لاړشي لمر ته لاړشيمونږه همدلته ښه يو زمکه ښه دهزلمی دې کلک وي له فولادو جوړ ويپېغله پسته ښه ده نازکه ښه دهته به له نازه وايې مړ شې خو پامله دې جملې سره خدای مه که ښه دهد شعر ورد به دې له بدو ساتيد خيرخوا ناسته له بل ځکه ښه ده....