محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
فولکلور
زموږ افغاني سپيڅلي دودونه
درنو وروڼو اوخوېندو! لومړى سلام! دا چې سليمان غر دوه مياشتنۍ مجله زموږ له سيمې او چم ګاونډ څخه خپرېږي؛ نو ومې غوښتل زه هم څه ورته وليكم، داسې څه چې زموږ له دود او رواجونو سره سمون وخوري اوپه دې اړه خلك لا ډېر معلومات تر لاسه كړي. كه څه هم زموږ وګړيو ته په سياست، اقتصاد، ښوونه او روزونه، كرهڼې او مالدارۍ، ديپلوماسۍ، معلوماتي ټيكنالوجۍ او سوداګريزو موضوعاتو كې هم پوهه تر لاسه كول په كار دي، چې ان شاء الله په راتلونكيو ګڼو كې به په همدې اړه هم موضوعات تياروو. اوسمهال غواړم، چې د خپل كلي
دکوټانی لرغونی عنعنه
زموږ په پښتني ټبر كې ډېر داسې دودونه او عنعنې شته، چې له پېړيو پېړيو څخه راپدېخوا يې د پښتنو په منځ كې پايښت كړى، چې له دې دودونو او عنعنو څخه يې ځنې په ټولو پښتنو پورې اړه پيدا كوي او ځينې يې د پښتنو ځانګړو سيمو ته منسوبېږي او له هغو پخوانيو عنعنو څخه يې ځينې د وخت په تېرېدو سره مړې شوې او ځينې يې تر ننه پورې ژوندۍ دي، چې په دوديزه توګه پالل كېږي. له دغو پخوانيو عنعناتو څخه يوه كوټانه هم ده، چې تر ننه پورې نيمه ساه ژوندۍ ده، مانا دا چې ددغې عنعنې پالل يوازې څو فيصدو ته راټيټ شوي دي.
پښتني رواجونه د اسلام په تله کې
د ډېرو نژدې ملګرو په مټ خبر شوى وم، چې د پكتيا يو څو فرهنګپال او حساس پښتانه غواړي د (سليمان غر) په نوم يوه دوه مياشتنۍ مجله له چاپه راوباسي، ډېر زيات خوښ شوم. همدې ملګرو راته د رارسېدو وعده هم كړې وه؛ خو متاْسفانه، چې دوى ونه توانېدل په خپله مې يو ناڅاپه د ګردېز ښار په څلور لارې كې مې په سليمان غر سترګې ولګېدې؛ نو سمدلاسه مې بې له سوچه د خپلې ديني او ملي فريضې له مخې واخيسته، ومې لوسته، ډېر ښه په زړه پورې مطالب يې لرل، كه څه هم له ځينو خاليګاوو او غلطيو خالي نه وه؛ خو بيا هم په دې هيله مې زړ
عقيدې او انګېرنې
د هرې ټولنې وګړي ځانګړي دودونه لري او د هغو دودونو او رواجونو له مخې خپل ورځنى ژوند پرمخ بيايي. دغه دودونه او رواجونه په هره ټولنه كې ځانته ارزښت لري او درناوى يې كېږي، چې له هغو څخه سرغړوونكي كسان ګناهكاره او بدكاره ګڼل كېږي. ځينو دودونو زموږ په پښتني ټولنه كې د خلكو عقيدې هم ټينګې نيولې دي او كه داسې كومه پېښه وشي، بيا نو د دستور او رواج له مخې نه، بلكې د عقيدې له مخې ورته په يوه خاص نظر ګوري. دلته بايد دا يادونه هم وكړو، چې دود او رواج ځانته خبره ده او عقيده ځانته. زه غواړم پر هغو انګېرنو