محمدحنيف حيران
نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.
کره کتنه
( د مينې وروستی انځور)
څو ورځې وړاندې زړه ته راتېر ملګري ډاکتر عبدالهادي حماس خپله لومړنۍ د لنډو کيسو ټولګه ( د مينې وروستی انځور) د يوه ملګري په لاس راولېږله، ډېر ورته خوښ شوم. ما ښاغلی حماس دومره پېژانده، چې زموږ د پکتيا دی او مسلک يې هم طبابت دی، له دې سره سره د هغوی د فرهنګي خدمتونو څخه هم خبر وم، يوه نيمه ليکنه به مې په مجلو کې لوسته. تېر کال چې زه ګردېز ته لاړم له دوی سره مې ليدنه وشوه، نور هم خوښ شوم، دلته دوه زيري راباندې وشول، يو داچې نوموړی د پکتيا ادبي ټولنې د صدارت دنده هم پر مخ بيايي، بله دا چې ويل
په درانه خوب ويده ده نجلۍ
نذيراحمد نذير زموږ د زلميو شاعرانو په ډله كې د يوه خوږژبي او خوش اخلاقه شاعر په توګه پېژندل كيږي. د هغه هره خبره په شعر پيليږي او همدغسې په شعر پاى مومي. شعر كه د فطرت زېږند وبولو، نذير د فطرت دغه رنګ له ماشومتوبه اخستى دى. ښكلى فطرت؛ ښكلى رنګ، ښكلى ژوند او ( ښكلى سړى) زېږوي، دغه ښكلا او سړيتوب زموږ د زلمي شاعر"نذير" په خټه كې اخښل شويدي. هغه كه خبره كوي او كه مجلس، رنګ يې شاعرانه وي. د شعر او شاعرانه طبعيت دغو ښكلاوو او رنګينيو زموږ ددغه زلمي شاعر راتلونكې هم روښانه او رنګينه ساتلې ده.
سحراو(پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)
د ښاغلي علم ګل سحرګڼ شميرشعرونه مې د (پاريال خوبونه ) يانې د ده په لومړۍ شعري ټولګه كې لوستې وه او ګڼ شميرمې ېې هم په بهيراو نورو ادبي غونډواو مشاعروكې اوريدلي وو، خوپه هغه مهال مې ځان نوراړ كړچې په ژورتيا سره ېې شعرونه وڅيړم او يا په سم ډول ځان پرې پوه كړم . يوازې مې د خپل دردسكون له امله په واه واه او ډيرښه بدرګه كړى و. تيره جمعه كله چې د تل په شان د بهيرغونډې ته لاړم د سحرصاحب ترخوامې ځاى پيداكړ. ورسره كيناستم سحرصاحب خپل نوى كتاب (پاس سپوږمۍ ده لاندې ته ېې ) دكتابونوله منځه راوويست او
د کاڼي کرښې
رښتيا هم انساني ژوند د ناخوالو، پديدو، تراژيديو، ستونزو او کړاوونو زېږنده دی. د ژوند په حقيقي مانا هغه څوک پوهيږي، چې خپل ژوند ته د نورو دردمندو زړونو په هنداره کې وګوري، ژوند يوازې د ځان لپاره تېر نکړي؛ بلکې د نورو ژوند او زړونه هم وګټي. په دې نړۍ کې داسې ډېر خلک دي، چې مړه دي؛ خو يوازې يې په صورت کې اروا ژوندۍ وي، که د روح ( اروا) کيسه شي، اروا خدای پاک ډېرو حيواناتو ته ورکړې ده. د دې مقابل کې ډېر داسې خلک دي، چې مړه دي؛ خو ژوندي دي.
ماته شپېلۍ د سندرو يو زرين ښار
"ماته شپېلۍ" د هېواد د سپين ږيري ليكوال او شاعر محترم محمد صديق پسرلي هغه شپېلۍ ده، چې د هېواد د ادب پر باغ و راغ يې غزليزې نغمې شيندلې دي، د ماتې شپېلۍ په زړه كې د نوا مست سمندر په غورځنګونو دى. دا نوا كه له يوې خوا د حسن او مينې د دردونو نوا ده، له بلې خوا د عرفان او تصوف د درد خواږه هم لري، دا نوا كه له يوې خوا د فكر او فلسفې له تاره راڅڅېدلې ده، له بلې خوا د وطن د يتيمانو او كونډو د
دامونه اودانو ته يوه کتنه
دامونواودانوته يوه کتنه: استاد محمداصف صميمپه بزم ورزم باندې چې راشيد توتي ژبه، زړه دپلنګ لر ي خوشال باباپ١٣٦٨ل کال چې دجهادي بهير وتلي ليکوال اوڅېړونکي ښاغلي شهرت ننګيال ( وينه په قلم کې ) نومې تذکره د جهادي څيړنو مرکز له خوا خپره کړه، نو د هجرت په چاپېريال کې يې د يوې غنيمت تذکرې په توګه ښه تود هرکلى وشو، خو نقادانو ته بيا د ادبي تذکرې د ښووليو آرونو او معيارونو له مخې ادبي تذکره ښکا
عمردرازمروت د ښايستونو انځورګر او ملنګ شاعر
له ښي لوري: درمل، عبدالله صادق، اسدالله دانش، او عمردراز مروت د نصيراحمد احمدي د لنډو کيسو په ټولګه ( مينه) کې د مينې په نوم يوه ښکلې، شهکاره او له دې تشريفاتي نړۍ نه لرې د يوه داسې شډل پډل او خړ پړ ځوان کيسه لولو، چې د يوه شتمن سړي يوې لوستې لور پرې زړه بايللی وي. ځوان نالوستی وي، د دوی په کور کې مزدور وي، ګيا
د واصل حسنيار د شعرميکده
د١٣٨٣لمريز کال د ليندۍ ١١م غشی د هيواد د هر با احساسه او پر علم مين زړه له منځه وتلی و. هو داد علامه پوهاند عبدالشکور رشاد د مرګ ورځ وه. د علم او ادب پر ټبر داسې بده ورځ وه، چې هيچا بل چا ته د تسلۍ ورکولو توان نه درلود. زه اوجاوېد همېش ( هلته کوټوال و) له پوهنتونه راروان شوو، چې د کندهار له اديبانو، شاعرانوسره ددې لوی غم په مراسمو کې ونډه واخلو. د ايېنې د مطبوعاتي دفتر پر لوري ورسم شوو. هلته ډېر خلک راغونډو و، د قبر د ځای په ټاکلو او د جنازې د مراسمو په تيارولو يې خبرې کولې. کندهار کې زموږ