محمدحنيف حيران

Profile Photo

نوم مې محمدحنيف او تخلص مې حيران د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالي اوسېدونکی، له منځني طب څخه په پېښور کې فارغ شوی يم، همدارنګه د ادب د مبارکې مدرسې يو کوچنی چڼي هم يم او اووکتابونه مې دوه يې شعري ټولګې، يو د ټپيزو کتاب،درې ژباړې او يو فولکلوريک اثر دې، کښلي دي.

لنډې کيسې


ترجمان ــــــــــ لنډه کيسه: محمدحنيف حيران

دا ځوان هلک مې څو وارې وړاندې هم تر سترګو شوی و، چې د روغتون په سالون کې به ښکته پورته کېدو، زما د کټ تر  څنګ په دويم کټ کې د ليبيا مېشتی يو عرب و، ده بېچاره ته له عربي پرته بله ژبه نه وه زده، د ملا عمليات يې کړي و. ځوان چې پېنځه ويشت کلن به و، له همدې عرب او يو ځينو نورو هغو ناروغانو سره ژباړن و، چې د درملنې لپاره به له افغانستان يا له نورو هيوادونو څخه هندوستان ته راغلي و، يو دا هلک نه و، په لسګونو داسې کسان مې وليدل، چې په ه

02.04.2012 محمدحنيف حيران

د مینې راز: عزت الله اديب

غواړې د شپې تر ناوخته ورسره کینې او خبرې وکړې خوچې کله دې بستر ته راشې بیا هم د هغې په اړه فکر کوېکله چې درسره په لاره روانه وي په ورو ورو قدم اخلې کله چې هغه درنه لرې وي خفه وې او زړه دې غواړي چې تل درسره وي کله چې یې اواز واورې له ځان سره خاندېکله چې هغه وینې نورڅوک نه درته ښکاري او غواړې یواځې هغه اووینېهغه ستا د پاره هر څه ده او له هر شي درته زیات ارزښت لريهر وخت چې ورسره مخ شې د دواړو پر شونډو زرموخیزه مسکا خوره شي

02.01.2012 محمدحنيف حيران

يتيمه سوالګره / ولايت خان ځدران

چاغ سړي خپله لور تر لاس نیولي وه په بل لاس کې یې د موټر کلۍ اړولې راړولې د خپل موټر په لور چې تر سړک پورې ولاړ وه راون ول لور یې وروته وویل «پاپه» زما هغه کالي چې پرون تا او «مامي» را ته اخیستي وه ندي خوښپلار یې وویل: ولې لورجانې هغه خو مې ډیر قیمت درته اخیستي پوره ۲۹۰ ډالر مې په ورکړي ـ د سړک تر غاړې ناستې یتیمې سوالګرې خپلې ځیرې لمن ته وکتل سر یې په زنګون کېښود په مخ یې رڼې اوښکې را وبهیدې ا

28.07.2010 محمدحنيف حيران

سترګې مې له تا جار شه!!!!‎

راليږونکی : عاشق الله شمالیوال ټليفونشميره: برېښناليکپته: ashiq_shamali@yahoo.com سرليک: لنډه کیسه نېټه: 08.05.2010 18:04 سترګې مې له تا جار شه!!!!‎لیکوال: عاشق الله شمالیوالد مارچ د میاشتې 3 مه، 2008 کال کابل، خیرخانه.کلونه پخوا د ښار نه په یوې لیرې پرتې سیمې کې یوه سمسوره او شنه بنډه پرته وه، خلک یې ډیری بزګران وو او پخپلو ځمکو او پټیو کې یې

08.05.2010 محمدحنيف حيران

ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

نه مې غوښتل چې په تروشه ټنډه ورسره مخ شم خو کله چې پرون د خپل کور لخوا زمونږ د کور په ديواله را وختله او زما سترګې په ولږيدې نو هغه سره ګلابي شونډه يې د خپلو سپينو غاښونو په منځ کې ونيوله او په ګوته يې راته داسې اشاره وکړه چې اوس به دې خوښه شم.ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي.دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره ويزه هم حيران ودريدم خو مور مې چې د پردی ګيلې نه به يې ډيره بده منله دد

13.03.2010 محمدحنيف حيران

د مکتب جلکۍ

راليږونکی :عزت اللهد راليږونکي پته :a_z0020@msn.comنيټه : 12-03-2009سلام حيران صيب!دادې نن مې بيا د يو څه په ليکلو پسې قلم را پورته کړی چې په لاندې څو کرښو کې يې در سره شريکوم. د ليک له خاوندانو هيله: دا چې زه نه ليکوال يم او نه يې په ځان کې وړتيا وينم خو د ستاسو سره مينې او د پښتو احساس مې دا جرات راکړو چې بايد يو څه خو وليکم نو ځکه هيله کوم چې زما د ليکنو په اړه خپلې رغنده مشورې او نظرونه راسره

19.03.2009 محمدحنيف حيران

د کوژدې دسمال..............................

زمونږ د کلي نه پورې کله چې مې په هغه جګه غونډی خپلې دوه غواګانې چې يوه به يې مونږ خړه او بله به مو يې ښکروره بلله راواړولې نو ما ښکته په هغه شنه دشته کې سترګې خښې کړې وي او له ځانه سره مې په شپيلک کې سنده ويله له سندرې سره سره وړې وړې شګې را اخلم او بله پرې ولم خدای خبر چې د څه شي په اړه سوچونه کوم. خو يو وخت ګورم چې غواګانې مې نورې هم رانه ليرې شوې دي ان تر دې چې زما له سترګو فناه دي ما ويل ځه په کوزه چينه کې به اوبه چکي دا هغه چينه ده چرته چې به ما هر وخت خپل مال ته يخې اوبه ور

05.03.2009 محمدحنيف حيران

مينتوب/ آرش ننګيال

اوف څه بده پېښه ده، زه وايم چې له دا ډول پېښې سره په ټوله نړۍ کې يواځينی کس زه مخ شوی يم. ما وې چې روغ په مځکه ننوځم.     نه پوهېږم چې دا هر څه به زما د ساده توب او که د هغوی د بازاريتوب پايله وه.د پېښور او کابل چاپېريال او فضا ډېر تو پير سره لري؛ خو ځينې ولايتونو سره به بيا دومره توپير نلري؛ لکه ننګرهار او کونړ...کله چې له ننګرهار نه پېښور ته مهاجر کېدلو د پلار په وينا مې زه يو کلن وم. په مهاجرت او ډېرې غريبۍ کې مې تر ماسټري پورې زده کړې وکړې، د افغانستا

18.12.2008 محمدحنيف حيران

زه او ته دواړه شهيدان شولو

دژوند ډېری وخت مي په متحده اماراتو او نورو بحرنیو هېوادونو کي تېر شو، او له خپلي ګراني مېني څخه لیري پاته شوی وم ، ډېره مي تلوسه درلوده ترڅو خپل ګران هېواد ، پسله ډېره وخته ووینم ، او خپل تږې تنده باندي ماته کړم .هو ، په دې ورستیو کي مي دهغو شېبو احساس کاوه ، کوم چي مي پخوا کاوه .بلې !هم هغه احسا س چي ګواګي په نژدې راتلونکي کي به خپل ګران ټاټوبي ته ستنېږم .کمپیوټرراته چالانده وو ، او زه هم په چورتونو کي ډوب وم ، چي کله به خپله مېنه وینم ، په دې چورتو نو کي وم، چي

27.11.2008 محمدحنيف حيران

د واورې سړی/ نصيراحمد احمدي

تېر ژمى زموږ جومات ته يو مساپر راغى ، دى بوډاوو ،  څپولې ږيره يې درلوده  او په ظاهره يې خير غوښت .  مساپر يوه خبره وكړه ، دې خبرې خنداوې غلې كړې ، سرونه وځړېدل  او  دډېرو كليوالو سترګې له اوښكو ډكې شوې . د دلوې د مياشتې لومړى مازديګر و چې اسمان سپينو وريځو ونيو ،  واوره پيل شوه او په لنډ وخت كې يې يوه لوشت پوټي سپين كړل . ورېدا اوږده شوه . يوه ورځ ، دوه ورځې درې ورځې  تر دې دمه كليوال ورته خوشاله وو ، واوره يې كارېزونو ته سره زر ګڼله ؛ خو

17.11.2008 محمدحنيف حيران

همت

راليږونکی :قدرت الله درمان خوستد راليږونکي پته :qudratullahmajboor@yahoo.comنيټه : 06-07-2008۷۸۶ لنډه كيسه ليكوال قدرت الله درمان خوست همتله معمول سره سم سهار وختي له خوبه راپاڅيدم. نرى نرى باران هم وريده لمونځ مې آدا كړ. د چاى د څښلو ورسته مې موټر چلان كړ. او د بازار په لور مې حركت وكړ. لا نيمه ئي ته نه وم رسيدلى چې په سرك مې يو څو تنه وليدل چې شنې دريشۍ ئې په غاړه وې او موټرو ته ئې اجازت نه وركاوه چې په پاخه سرك لاړ شي ټولو موټروانانو خپل موټرونه د سرك چ

07.07.2008 محمدحنيف حيران

هېنداره

د هيندارې په يو مخ د جوهرو تك سپين رنګ مسكى و او په بل مخ يې زما د ګلورين جانان سندريز تصوير بند و. ماته به چې هر وخت زما د بېلتانه د څپو وړى جانان راياد شو؛ نو ما به د جانان د لاس هينداره "نښه" په ژوبل زړه پورې كلكه ونيوه، چې څه پرې د دردمن زړګي شوخكي دردونه ويده كړم؛ خو كله كله به داسې تاو كړې شېبې هم راغلې، چې د جانان د يادونو د لمبوګوتو به زما د زړه غوڅ غوڅ ورغوى وتخناوه او مېن احساس به مې لمبه لمبه شو او په هينداره كې بند د جانان ګلورين تصوير به مې په سوو ...شونډ، ښكل كړو او بيا به م

12.11.2007 محمدحنيف حيران

څڼېور شهيد

            داهديره دشهيدانو هديره باندې مشهوره وه. له لرې لرې به خلک راتلل اود قبرونوسر ته په ولاړو لکړو به ېې دعقيدت دسمالونه تړل. هغې ښځې چې اولاد به ېې نه درلود، تشې ځانګو ګانې به ېې راوړې، په  زيارت کې به واچولې اوز نګولې به ېې. داسې به ېې انګېرله چې ګني په داسې کولو سره خدای پاک ددې شهيدانو په برکت دوی خالي ځولۍ نه ليږي. ځينو ښځو به دخپل ناوړه دستور له مخې له قبرونوڅخه طوافونه کول، دعاګانې به ېې له زيارت څخه غوښتلې ( اې زيارته ته

23.10.2007 محمدحنيف حيران

د پلار يو زوی

 له پلارسره مې په دې نه لګېده،چې زموږدتربورانوخبرې به ېې منلې:زوی دې لوچک دی،زوی دې نشې کوي،زوی دې سپينه خوله دی او له لويانوسره ګرځي،داسې دی اوهاسې دی.زه به چې دماماګانوکره لاړم،هلته مې يوهلک ملګری کړی و،ډېرې شپې به هلته وم.پلاربه مې چې تيليفون راوکړ،دنن اوسباپلمې به مې ورته کولې.هغه انډيوال مې اقبال نوميده،ډېرشوخ و،ښ

15.10.2007 محمدحنيف حيران

ورکه پېغله

د صفدر په فکر کې غرونه- غرونه سوچونه وو، سر يې ورکښته کړى و، ټيټ سر پر څوکۍ ناست و، نه پوهېده چې څه چاره وکړي. هغه به له سګرېټ څخه لوګى وباسه، په هوا کې به تيت پرک شول. دغه ډول يې که هر فکر سنجاوه د سګرېټ د لوګي په څېر ورکېده او ده ته به يې نوې اندېښنې زېږولې. له مېرمنې څخه يې هم کرکه کېده، د هغې په زړه کې به څه تېرېدل، خو ويلاى يې نه شوه، اولاد خو له پلار څخه په مور ډېر ګران وي. ولې يې صفدر ملامتوي او ټوله پړه د هغې پر غاړه اچوي. که هر څو يې فکر وکړ. د ستونزې اوارى (حل) يې پيدا کولاى نه

20.08.2007 محمدحنيف حيران

ښکاري لومې ږدي

د ملي بس وروستي سيټ کې ناست وم. شېبه وروسته به يوه نيمه سورلۍ راپيدا شوه. موټروان هم نه غوښتل چې وخوځېږي او په تشو سيټونو تمځاى پرېږدي. تنکى ښکلى مې ترسترګو شو، ورځ کې که ډېر نه وي يو ځل يې وينم، کله د شپه غالي (ليليې) په وره کې ورسره مخامخ شم، يا پوهنتون ته د تلو او راتلو پر لا. وخت ناوخت يې د ډوډۍ وړلو په ځاى کې هم وينم، دوه کاله پوره کېږي چې دا حالت روان دى. زړه مې غواړي ورسره وغږېږم، ملګرى يې کړم، خو تر اوسه داسې ونه شوه او نه مې خبرې ورسره کړې دي. په پلې لار کې راتلو- راتلو او زم

21.05.2007 محمدحنيف حيران

دشپې مړی

د مياشتې وروستۍ شپې وې. د سپوږمۍ راختل ناشوني وو، څومره چې شپه پخېدله، د ستورو ځلا پسې زياتېدله. سړې هوا د سړي زړه بوږناوه. په کلي کې چوپه چوپتيا وه، ټول خلک د ژوند له ستونزو تښتېدلي وو. خواږه خوب ته يې پناه وړې وه. يوازې ګل اجان ويښ و، غوښتل يې شپه سبا کړي. څه نتيجه ترلاسه کړي، چې مېرمن يې رښتيا ويلي که تېروتلې ده. ګل اجان ګرم نه و، هغه چې فکر وکړ، ګومان يې نه کاوه چې غل دې د دوى کور ته راشي. څه شى دې ترې غلا کړي، په تړلو شونډو به يې وويل: تر موږ شتمن خلک شته، هغوى ته غل نه ورځي، موږ ته

04.05.2007 محمدحنيف حيران

ځانمرګی

سالم هوايي ډگر ته راغلى و. تود روغبړ يې راسره وکړ. له لاسه يې داسې ونيولم لکه ماشوم، چې چيرې بيايي. دى مخته زۀ ورسره جوخت تر شا روان وم. ما مې شاته بکسونو ته وکتل. دى بې له دې، چې ماته وگوري لکه پوى چې شو، شايد يو څه به ټکنى شوى وم، راته ويې ويل: _د بکسونو غم مه کوه، اخر کابل دى، خلک پکې پېژنو. يو چا ته مې ويلي موټر ته به يې را ورسوي. دباندې يې پيجارو موټر ولاړ و. دى مخته، زۀ په شاتنۍ څوکۍ کې کښېناستم. دۀ وار له واره ايرکنډيشن ولگاوۀ. د موټر شيشې يې پورته کړې. راته ويې ويل: _ دا کابل

04.05.2007 محمدحنيف حيران

مړی

له مركزي دفتر څخه مې دتقرري مكتوب ترلاسه كړ اودخوست  په لوري دكاركولو په موخه وخوځيدم ،دنده مې  دخوست ولايت دعليشروولسوالي په نوي جوړشوي روغتون كې ترلاسه كړي وه.زه دمعالج ډاكټرپه توګه اوډاكټركريم دجراح په توګه ،يوه ميرمن ډاكټره اودوه نرسان موپه روغتون كې ځاي پرځاي شوي ول.دخوست وضعه اوبيا دټول افغانستان حالات ورځ په ورځ خرابيدونكي وه،.هرچاسره ويره وه ، دوستانوددندي دځاي په هكله ښه ويرولي وم،خواخردبچيانوروزي راباندي فرض ده اوبيا اوه كاله دطب پوهنځي مې دڅه دپاره لوستلي  دي

02.05.2007 محمدحنيف حيران

پښېماني

کټ کې لټ پر لټ اوښته. په هر لټ سره به په کټ كې خرچا لاړه. فکر يې وکړ چې ناروغۍ بيا پرې راګرځېدلې که څه؟بيا يې له ځان سره وويل:نه ګرمي زياته ده ګرمي، تبه مې نه شته، وجود مې هم نه خوږېږي.سترګې ته يې خولې ولوېدلې. سترګه يې وسوځېدله، ده ګوتې ورتېرې کړې، لژ يې وموښلې.      چېرته مې ښادي کړې ده. رښتيا وايي له کور نه چې راوتلى لالهاند ګرځي، په اسمان کې يې ستورى پيدا نه کړى، پر ځمکه سيورى. يو بل خوا ته تورې مښې ترې تاو وې. شخوندونه يې وهل او خوړلي واښه

02.05.2007 محمدحنيف حيران

انځورګر

انځورګر به انځورونه جوړول. يوه ورځ به يې خلكو ته ښوول، هغه به ويل زما انځورونه ډېر ساده دي، خو په مانا به يې څوك نه پوهېدل. تل به يې دى پوښته: دا څا مانا لري او ها څه مانا لري؟ انځورګر له ونې ګرد او په وجود خوار و. نري كلك لاسونه يې وو، شنه تنكۍ لښته به يې په كې نيولې وه او لكه ښوونكى چې اول ټولګي ته سبق وايي، دوى ته به يې داسې انځورونه ښوول. د يوه انځور څنګ ته به يې بل ايښى و او ويل به يې دويم انځور د اول مانا ده. يوه ورځ يې ننداره جوړه وه، ټاكلي وخت ته ډېر خلك راغلل، انځورګر وويل: كوم

19.04.2007 محمدحنيف حيران

مسافر

دغمي په سعودي کې د مسافري دا پنځم کال و، چې کور ته نه و راغلی.پلار ېې څو واره حال وروليږه، چې نور کور ته راشه،واده به هم درته وکړم، بيا به له خيره سره ځې. غمي ورته وويل:   پلا ره په کور کې خو درنه شرمېدم، نشو مې درته ويلای چې فلانکۍ راته وکړه؛ خو اوس چې زه نه يم درغلی واده مه راته کوه.     پلار ېې په دې خبره ډېر وقهرېده، ويل ېې چې دا زمانه څومره بې حيا کوله، زموږ په وخت کې به ېې چې چاته واده کاوو، له زلمي خوبه ېې يووارې پوښتنه نه کوله؛ بلکه زلمی به څو ورځې ک

12.03.2007 محمدحنيف حيران

انځور، لنډه کيسه

د افغان پوهنتون د طب پوهنځي د اول سيمستر سعادت را په برخه شو. نه پوهېږم، چې خوشبختي ورته ووايم كه بدبختي؟ له كلي نه اول راغلى وم، سفر مې بېخي نه و كړى، خپل يو ملګري هارون راته په زاهد هاسټل (ليليه، شپه غالي) كې مخكې له مخې داخله اخيستې وه. د بورډ په بازار كې د ناصر باغ د سرك په غاړه د خوسا نهر خوسا اوبو راته تر شپه غالي پورې كپري ګړى كړ، له يو كس نه مې وپوښتل: وروره! زاهد هاسټل چېرته دى؟ راته يې وويل: _ په دې خوړ پورته ورشه، لوحه به يې خپله وګورې. وړاندې په يو دېوال ل

12.02.2007 محمدحنيف حيران

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more