سالم هوايي ډگر ته راغلى و. تود روغبړ يې راسره وکړ. له لاسه يې داسې ونيولم لکه ماشوم، چې چيرې بيايي. دى مخته زۀ ورسره جوخت تر شا روان وم. ما مې شاته بکسونو ته وکتل. دى بې له دې، چې ماته وگوري لکه پوى چې شو، شايد يو څه به ټکنى شوى وم، راته ويې ويل:
_د بکسونو غم مه کوه، اخر کابل دى، خلک پکې پېژنو. يو چا ته مې ويلي موټر ته به يې را ورسوي. دباندې يې پيجارو موټر ولاړ و. دى مخته، زۀ په شاتنۍ څوکۍ کې کښېناستم. دۀ وار له واره ايرکنډيشن ولگاوۀ. د موټر شيشې يې پورته کړې. راته ويې ويل: _ دا کابل دى، احتياط ښه شى وي. نه پوهيږې په چا به اوړې. يوازې القاعده او طالبان نه دي، ډير نور خلک هم شته چې ترور کوي. ما څه ونه ويل، که رښتيا ووايم يو څه خوبوړى وم. کرۍ شپه مې له لندنه تر دوبۍ وېښه تيره کړې وه. له دوبۍ هم سهار د وخته را رهي شوى وم. سالم راډيو روښانه کړه. خبرونه و. ويل يې په کندهار کې ځانمرگى بريد شوى دى. دويم خبر په هلمند کې د جگړې و، درېيم يې په غزني کې د چاودنې ويل. سالم راډيو بنده کړه. بې له دې چې شاته راته وگوري ويې ويل: - چاودنې چاودنې چاودنې. هر ځاى چاودنې، څومره چاودنې، غرق يې کړو. په ژوند نه پوهيږو. همدې کابل کې هم بس په نن سبا کې درې څلور ځانمرگي بريدونه کيږي. يوۀ سړي شاتنۍ دروازه پرانيستله. وارخطا مې ورته وکتل. زما بکسونه راغلي وو. بکسونه کېښوول شول او دروازه بنده شوه. سالم د لاس په اشارې موټر چلونکي ته د تلو وويل. له هوايي ډگره مخامخ د مکرويانو تر څنگ په پاخۀ سړک موټر روان و. يو ځاى سالم په يو څه ټيټ غږ وويل: - تيز شه تيز شه. موټر چلونکي امر ومانۀ، تر پخواگړندى شو. يوې څلور لارې ته نژدې شو. سالم شاته وکتل. راته ويې ويل: - له سپينو سراچو ډار پکار دى. زۀ يې په خبره پوى نه شوم. څه مې ونه ويل خو دى لکه چې راپوى شو ويې ويل: - سراچې دا کرولا ډوله موټرې دي، چې ځانمرگي بريدونه پکې کيږي. زما معلومات ښيي، چې درې سپين رنگې سراچې او دوه سرې سراچې کابل ته داخلې شوي، نن او سبا ځانمرگي بريدونه کوي. خداى دې ترې ساته. له نوي ښار سره په سړک بيرو بار خورا ډير شو. موټر مو سوکه روان و. سالم وويل: - همدغه ځاى خطرناک دى. دا خداى وهلي پوهيږي، چې دلته د تېښتې لاره نشته، درځه په کوڅو ننوځه د ظالم زويه غرق به مو کړې. ډرايور د سالم خبره ومنله. په يوه کوڅه ننوت. چې لږ وړاندې لاړو د کوڅې ډيره برخه بنده وه. سالم وويل: - دلته د امريکاييانو دفتر دى. ډير خطرناک ځاى دى، همدلته ځانمرگي بريدونه کيږي. د موټر د دروازې په سر مې لاستى کلک ونيوۀ. ميرمن مې را په زړۀ شوه، هغې راته ويل:(( څه ته ځې، څوک دې په کابل کې پاتې دي؟ )) د سالم غږ د ميرمن له فکره وايستلم: - دغلته تير کال بم وچاود. لس دولس کسان به يې وژلي وي. ماته اطلاع راغلې وه، دوستانو ته مې زنگ وواهۀ چې احتياط کوئ خو ځينې کسان دا خبرې هسې ټوکې گڼي. د طلا محمد خان زوى پکې والوت. ځوانه کونډه يې پاتې شوه. ومې پوښت: ته څه خبريږې؟ سالم خپل پک سر وگراوۀ. ويې خندل. راوتلې خېټه يې په لاس وډبوله. مخ يې را واړاوۀ: زۀ خو په ايساف کې کار کوم. دا امريکاييان، چې هره خبره کوي زۀ يې اورم. دوى داسې تيز دي، چې د هر څه نه پخوا خبر وي. ما يې ايميلونه کتلي دي، وايي پنځه سراچې کابل ته راغلي دي، درې يې سپينې دي او دوه يې سرې دي. دوه يې د هرات نمبر پلېټونه لري او درې يې د کابل دي. بس نو چې کله به دړز ترې وباسي. کور ته راورسيدو. زۀ وار د واره ويدۀ شوم. قضا مازديگر د جيټ الوتکې په تيزغږ راوېښ شوم. د خونې کړکۍ د الوتکې په غږ وښوريدې. سالم لکه چې له کوم ځايه کتلم. را غږ يې کړل، چې دباندې په چوترې ورسره کښېنم. د شنۀ چمن په غاړه په پخې چوترې غالۍ ويړې شوې وې. د انگورو تاک چوتره پوښلې وه. شين چاى راته ايښى و. سالم له يو چا سره په موبايل غږيدۀ. ما د انگورو تاک ته وکتل. تنه يې تاوراتاو کږه وږه توربخونه ښکاريده. لکه يوۀ مار چې سر راهسک کړى وي. پاس په چېله کې د مرغانو شور شو. يو دوه پاڼې راولويدې. ويې ډار کړم، پورته وغورځيدم. سالم په زوټه وخندل: - ياره لندنيه ته خو داسې وډار شوې لکه ځانمرگى چې درپسې راغلى وي.
د مازديگر ٥:٣٠ ، د غبرگولى ٢١، ١٣٨٥
کابل نوى ښار د