اشرف خان خيرنه لنګي په سر اوشليدلي واسکټ يې په خيرينوجامو اغوستي وه اودموټرونوداډي په لوري په منډه روان وه ،اوږده اوږده قدمونه يې داسي اخستل چې ته به وايې دچاترتعقيب لاندي وي .منور له شاه غږونه پسي کول خواشرف خان لکه چې کوڼ شوي وي مخ په وړاندي په منډه منډه روان وه ،اخرمنور په منډه ځان ورورساو.داشرف خان په اوږه يې لاس کيښود .
منور:ډاکټرصاحب چيرته داسي په منډوروان يې اوداڅه درباندي شويدي ،تاخوويل چې چيرته رئيس مقررشوي يې؟
اشرف خان منور دسرک دغاړي دګڼي ګوڼي څخه اړخ ته کړو اوبيا يې دقسم ورکولو ورسته ورته وويل چې رئيس خوپه ريښتيا مقررشوي يم اوسباته په ولايت کې درئيس په توګه معرفي کيږم نن پدي ناوخته کې بايد ځان ولايت ته ورسوم.
منور : ټوکي مکوه ،پدا ناوخته اوبيا پداسي بدحالت کې اودادماشومانودمکتب بکسه کې څه دي؟
اشرف خان: دامې نوي جامي اونوي واسکټ اوځيني نورضروري شيان دي .
منور: نوبيا دادومره خرابي جامي اوداګدايګردي ولي له ځانه جوړکړي دي؟
اشرف خان:تاته خوامنيتي حالات معلوم دي چې څومره خراب دي اوبيا ناوخته هم دي کيدايشي ماښام ولايت ته ورسيږم داسي نه چې په لاره کې مې څوک وپيژني او له سوال ځواب مخکي راڅخه دبوسو خوسي جوړکړي.اشرف خان له منوره ځان پدي خبره خلاص کړوچې سبا مې په ملي تلويزون ګوره اودموټروداډي په لوري وخوځيده.داډي ډنډه مار په زوره ناري وهلي يوه سوارلي ،شاهي سوارلي ترولايته !!!!
اشرف خان ورنژدي شو چې يوه سوارلي خوزه يم ،ډنډه ماردسراچه موټرډاله خلاصه کړه اوپه اشرف خان يې غږ وکړچې دپاچاغوندي پدي پالنګ کيښنه دنن ورځي اخري موټردي اوبل به بيا ګهيځ روانيږي .اشرف خان هم لکه دسلطان محمودلټ په اوږدوپکي وغزيده.
سراچه کې څلور کسه سوارلي لادمخه ناسته وه ،ګاډي حرکت وکړ نواشرف خان له ډالي څخه په ټولوغږ وکړ چې کلمه تيره کړي اوښه دعا وکړي.موټروان دمخي ښيښه اشرف خان ته برابره کړه اودمخي ناست کس دموټرټيپ ته کيسټه داخله کړه .اشرف خان په قهرجنه لهجه په ناست کس غږ وکړ.استغفرالله ووايه ،لږ له خدايه وويريږه مرګ هم شته اوکنه ؟
په موټرکې ناست کسانو يوبل ته په برګوبرګووکتل يو پکي غږوکړچې لالا غلي کيښنه ديموکراسي ده هرسړي به خپل کارکوي.
اشرف خان : ديموکراسي ! په هرڅه کې ديموکراسي ولي زه پدي موټرکې لکه چې ناست نه يم ،له هرڅه مومسخري جوړي کړي داديموکراسي به هم ډيرژرورکه شي بيا به څه کوي؟
په موټرکې ناست کسان لکه ويريدلي چې وي خاموشه دسترګوله کونجويوبل ته کتل اوغلي كيښناستل ،موټروان چې لادمخه ښيښه اشرف خان ته برابر کړه وه دبريتولاندي مسک شو اوپه اشرف خان يې غږ وکړ څنګه لکه چې له حکومته دي تمه شليدلي ده ،حتما دي انګريزي يا کمپوټرنده زده چې داسي ملنګ ملنګ ګرځي؟
اشرف خان : حکومت له کومه شودشغال پاچاهي ده .پدي خبرو ول چې ترولايته ورسيدل اشرف خان په ډريورغږ وکړچې کوم دولتي تعميريا ميلمستون که درته معلوم وي هغه ځايه پوري مي ورسوه.ډريورورته په درانه غږ وويل مونږ ته له اډي څخه دوتلواجازه نشته ،ميلمستون پدا مخامخ سرک دي دقومانداني ترشا ، ډيرنژدي دي په پښوهم رسيدلي شي .
مخي ته ناست کس دولايت دقومانداني دجنايې افسر وه په اشرف خان يې لادمخه دترهګر ګومان څه چې پوره يقين کړي وه اوسمدلاسه يې يې امردامنيت اودپوليس دچټک غبرګون دقواوقوماندان ته ټليفونونه وکړل اوداحضاراتودنيولويې ورته وويل اوبيا يې اشرف خان دسرک په اوږدوکې ترڅارلاندي ونيو .جنيايي افسرپه امردامنيت غږ وکړچې دڅلورلاري شاوخوا وتړي.کله چې اشرف خان څلورلاري ته ورسيده په لوډسپيکر کې ددريش غږ پري وشو.غږنه وه سمه بم وه داشرف خان له لاسه بکس ولويده اشرف خان دبکس دپورته کولو په تکل کې وه چې بل غږ پري وشو. بيله کومي هوښياري شل قدمه له بکس څخه شاته حرکت وکړه.
اشرف خان له ويري زبون وهلي وه اوپه شاه روان وه شل قدمه نه وه پوره شوي چې ځاي پرځاي ودريد.دپوليسومشر بل غږ پري وکړ چې واسکټ اولنګي دې پرځمکه په قراره واچوه اوبيا شل قدمه شاته ولاړشه .اشرف خان واسکټ وباسه اولنګي يې له سره ښکته کړه اوځاي پرځاي واچوله اوبيا په شاه روان وه بيا هم دڅوقدمه اخستوورسته ځاي پرځاي ودرديده داځل دپوليسو مشريې قدمونه شميرل چې شل قدمه پوره شول نوددريش غږ يې پري وکړ اوبيا بل غږ پري وشوچې کميس وباسه .
اشرف خان غوښتل چې خپل نوم اوپيژندګلوي وکړي خولايې خوله نه وه خلاصه کړه چې دپوليسو مشرپه عسکرودتيارسي غږ وکړدپوليسودپروت اوزنګون کيش غږونه پورته شول .اشرف خان کميس باسه چې په جيب کې په تيلفون لاس ولږيده تيلفون يې په لاس کې واخيست اوخپل مخ ته يې ولږاوه ترڅوچاته تيلفون وكړي خودتيلفون دپورته کولوسره دپوليسو دمشرلخوا دډزکولوامروشو.اشرف خان ځاي پرځاي پرځمکه ولويده عسکرودتوپکودميل خولي ښکته کړي .
په ولايتي تلويزون عاجل خبرخپورشو چې يوترهګرنن ماښام دښارپه څلورلاري کې ژوندي پداسي حال کې ونيول شو چې دځانمرګى واسکټ يې اغوستي وه اونورچاوديدونكي موادويې دماشومانوددمکتب په بکس کې ځاي پرځاي کړي ول اولاترواسه نوموړي ځاي دپوليسو داستحکام دقوتونوترمحاصري لاندي دي .داسي معلوميږي چې نوموړي کس غوښتل سبا ورځ په ولايتي جلسه کې ځانمرګى بريدترسره کړي.دولايت والى دپوليسو دمشرسره دخبرواترو وروسته درئيس جمهوراوداخله چارووزيرسره په تيلفون خبري وکړي اوداسي يې ټوله شپه په تيلفونونوتيره کړه .سهاردوخته دقومانداني نظارت خاني ته دځانمرګى دليدودپاره ولاړ.اشرف خان تازه دټولي شپي له بې هوښي څخه سترګي لوڅي کړي وي موظف عسکرلخواپري غږ وشو چې ځيني لوړي پوړي چارواکي ستاليدوته راغلي دي.والي چې دسختوامنيتي تدابيروسره يوځاي دترهګر ليددپاره نظارت خاني ته داخل اوپه اشرف خان يې سترګي ولږيدي له خولي يې چيغه پورته شوه :داخوډاکټرصاحب اشرف خان دي دعامي روغتيا درياست نوي مشر!!!!!!