زه زبېښل شوې ښكلا
زه د اوبلنو شتو ياد
له سورخي كركه راځي
په سورخي لاړې توكم
زما وجود هم سور شو
زه د پستو خاورو د مخ ښايست ووم
دا هر څه څنگه وشوه ؟!
زما يو مخ وو ، نه ډېر
دا زه شپږ مخې چا كړم؟!!
زما هډونه له موم ډېر پاسته وو
دا زه سور مخې، ډبر مخې چا كړم؟!!!
زما وجود خو چېرې دومره ډبريت نه غوښته
زه د پستو خاورو د مخ ښايست ووم
                    ***********
زه زبېښل شوې ښكلا
زه د اوبلنو شتو ياد
له سورخي كركه راځي
راځئ دا لوړې ماڼۍ ونړوو
دې كې د وركو عظمتونو ښكلا
دې كې د بورو زمانو اوښلنې  سترگې ښخې
د سپين گهيځ د څلوېښتي پستې پستې څنگلې
خوږې مسكا پكې په خوب ويدې دي
                ***********
زه زبېښل شوې ښكلا
زه د اوبلنو شتو ياد
د اننگو سورخي مې ټوله پكې
د هرې خښتې رنگ يې زما له وينو
په هر دېوال كې يې زما هډونه
زه د پستو خاورو د مخ ښايست ووم .
                 ***********
زه زبېښل شوې ښكلا
زه د اوبلنو شتو ياد
له سورخي كركه راځي
د خښتو سرې ودانۍ
د بټۍ تور اسوېلي
د بارانه اوبه هم
د ځان ټوټې گڼمه
ما سمندر ته وا كړئ
چې ټول په يوه ساه وڅښم
چې له ژورو ځمكو
د خپل نيمگړي ځان ټوټې ټولې كړم
           له سورخي كركه راځي
          ***************