يو سړي نه مې زړه تور دی
زندګي نه مې زړه تور دی
د لېدو ارمان يې نه کړم
له هر شي نه مې زړه تور دی
لر او بر يې سره مړه کړل
پنجابي نه مې زړه تور دی
يارانې د صـــــــدق لاړې
له دوستي نه مې زړه تور دی
په هيچا کې ګټه نشته
خپل پردي نه مې زړه تور دی
ښه غزل ليکلی نه شم
شاعري نه مې زړه تور دی
تل له ځان سره په جنګ يم
عاشقي نه مې زړه تور دی
له مرګونو سره راشـــي
پسرلي نه مې زړه تور دی
خپل جنون مې راته ښه دی
پاچايي نه مې زړه تور دی
يم ( حيران) څنګه ماشوم شم
له ځواني نه مې زړه تور دی.

پېښور، نصرت مېنه ١٥ جنوري ٢٠١٠ ء