ژوند کې بې د مينې انسان څه کوي
زه ورپســــــې مرم او جانان څه کوي؟
مونږ که سره وژنو که دوستي کوو
دوی زمونږه ګــــــټه تاوان څه کوي
ځي که لاس يې نه رسي سرهم بايلي
دا خلک کمزوری ايمــــــان څه کوي
ته او خدای نو شېخه که زه ګرم يمه؟
ته خو ورته ګوره په ځان څه کوي؟
مونږه که کرو کـــــــــه اوروو پر ځان
دوی زمونږه زمکه آسمان څــــه کوي
اچوي لاسونه سپينو ستورو ته
دا له هوس ډک ماشومان څه کوي
لاړله ځــــوانــــي يــــــــې ورخرابه کړه
اوس نو په سپين ګيري حيران څه کوي.
12.12.2009
- محمدحنيف حيران
چه کله څوک راپکې ېار پېدا شيهغه ساعت مې زړه کې ډار پېدا شيواېم چې دا منصور به څوک وژنيهسې نه بېا هغسې دار پېدا شيزړګې مې هسې هم زخمې زخمې دېبېا به کوم بل ښکلي ته کار پېدا شيښکارزنو صبر شئ سپرلی را دروميبېا به د زاڼو درته ښکار پېدا شيراځئ چه هلته ورته کار پېداکړوهسې نه بل پکې وزګار پېدا شي(مسعوده)نور به د هم زړه سوری کړيکه په ملګرو کې دې خ...
18.12.2009
- محمدحنيف حيران
راشه ياره سوال قبليږي دعا وکړهعاشقان له ژونده ستړي پکې ښخ دي زما د زړه هديره واړه جنتي دهشهيدان د ارمان مړي پکې ښخ دي ..........چې نه شپيلۍ شته نه سندره دا دې چرته راوړمد نصيبونو سمندره دا د چرته راوړمبس تنهايي راسره اوسي او غمونه د ياروخته ناترسه زوروره دا دې چرته راوړم.......ستا په زړه پيغلتوب راغلوزما په زړه ليونتوب راغلود دې څه معنا شوه يارهچ...