چه کله څوک راپکې ېار پېدا شي
هغه ساعت مې زړه کې ډار پېدا شي

واېم چې دا منصور به څوک وژني
هسې نه بېا هغسې دار پېدا شي

زړګې مې هسې هم زخمې زخمې دې
بېا به کوم بل ښکلي ته کار پېدا شي

ښکارزنو صبر شئ سپرلی را درومي
بېا به د زاڼو درته ښکار پېدا شي

راځئ چه هلته ورته کار پېداکړو
هسې نه بل پکې وزګار پېدا شي

(مسعوده)نور به د هم زړه سوری کړي
که په ملګرو کې دې خار پېدا شي