دباور وړ نه ده دا څه وينم دلبر ولاړ دی؟
نه نه توبه خدايه غلط شوم دا خو لمر ولاړ دی

د زړه خوشحال مې دی هر رنګ مقابلې ته تيار
مخ ته يې ستا د مغلي بڼو لښکر لاړ دی
ستا که ستم له حده ډير شولو پروا نه لري
د صبر ځواک مې يې په مخ کې لکه غر ولاړ دی
د وخت د هر يزيد لښکر ته په سينه ورځمه
مورجانې ستا د دعا سيوری مې په سر ولاړ دی
د ديدن خير ورله راوباسه چې ځي په خه
ستا په کوڅه کې يو مين لکه سوالګر ولاړ دی
ستا د رخسار د کلي سل ته مې نظر نه پريږدي
په سپينه زنه د شين حال لکه عسکر ولاړ دی

ګرانه خو دا نه ده درمانه چې اغيار سيوا دي
ګرانه خو لته ده چې يار مې په سنګر ولاړ دی