په مازيګردغم کوڅه کي ستاښکلاووينم
قسم په خداى هره دره کي ستاښکلاووينم
دلمرزريني پلوشې مي تاب له زړه نه واخلي
زه چي په هره يوه ذره کي ستاښکلاووينم
دشوخوسترګولېونى نظرپه ماپسي ځي
ځکه خوهره دريڅه کي ستاښکلاووينم
دتهمتونوله مالته چيرته غلى راغلم
ويرېږم نه چي اينه کي ستا ښکلاووينم
دتادسترګوددې شوخ نظرتاثيريې ګڼم
چيرته مېناچيرته کعبه کي ستاښکلاووينم
په سپين رخسار اوتوروزلفوبدرګه خيالوکي
کله رڼاکله تياره کي ستاښکلاووينم

عبدالحق غرنى