کابل پښتون کړئ ، پردی کيږي چې پښتون نه شي
په سوداګرو به خرڅيږي چې پښتون نه شي

وران شو او لا پسې ورانېږي چې پښتون نه شي
په رغيدو خو نه رغيږي چې پښتون نه شي

د زړه پرهر به يې شړيږي چې پښتون نه شي
په وينو سترګو به ژړيږي چې پښتون نه شي

لکه د ګل به ورژيږي چې پښتون نه شي
بس خو وجود يې محوه کيږي چې پښتون نه شي

ورځ يې له بلې بدتريږي چې پښتون نه شي
او تر هغې نه اباديږي چې پښتون نه شي

جلال امرخېل