څه ګلالى زړه مې وو پاګل مې كړو پخپله

ښه وو جانان لرې وو را خپل مې كړو پخپله

ماچې له غزالو سترګو جنګ غوښته ساده وه

دا نظر به ژوند وو خو اجل مې كړو پخپله

هره تراژيدي مې د هنر په ګاڼه ښكلې كړه

عشق كه د فرياد نوم وو غزل مې كړو پخپله

دا بې رحمه اور چې مې سيځي د ځوانۍ دنګ چنار

ګل به يې په چا كړمه چې بل مې كړو پخپله

سلطان احمدزى