یارموپه خواه کې وي پریشان ولې یو
دخپله ځانه ورک حیران ولې یو
مونږ خو هیڅ بد چاسره ندي کړي
په تهمت رنګ د افغانان ولې یو
د یو کفن مو تیار کړی نه وي
د بل وژلو په ارمان ولې یو
یومو کتاب یو مو وطن د ټولو
دمونږ په خپلو کې سره وران ولې یو
همدرده خداي خبر چی ولې داسې
داسر ببر څیرې ګریوان ولې یو
18.12.2009
- محمدحنيف حيران
راشه ياره سوال قبليږي دعا وکړهعاشقان له ژونده ستړي پکې ښخ دي زما د زړه هديره واړه جنتي دهشهيدان د ارمان مړي پکې ښخ دي ..........چې نه شپيلۍ شته نه سندره دا دې چرته راوړمد نصيبونو سمندره دا د چرته راوړمبس تنهايي راسره اوسي او غمونه د ياروخته ناترسه زوروره دا دې چرته راوړم.......ستا په زړه پيغلتوب راغلوزما په زړه ليونتوب راغلود دې څه معنا شوه يارهچ...
07.01.2010
- محمدحنيف حيران
څه ګلالى زړه مې وو پاګل مې كړو پخپله
ښه وو جانان لرې وو را خپل مې كړو پخپله
ماچې له غزالو سترګو جنګ غوښته ساده وه
دا نظر به ژوند وو خو اجل مې كړو پخپله
هره تراژيدي مې د هنر په ګاڼه ښكلې كړه...