څنګه زما په سر کې ګوتې وهې
او سپين وېښته رانه په ګوتو باسې
غواړې له مرګ ځنې مې لرې يوسې؟
د ژوند قاصد ته مې خبرې يوسې؟
ما د هوس په ټال کې وځنګوې؟
ګونګې شپېلۍ وته سندرې يوسې ؟
* * * * * ******** *********************
لکه چې اوس درياد شول
چې يو وېښته شل مېلمانه راولي
د تور وېښتانو ټېکه نه کيږي بيا
سپين چې له ځان سره وېښته راولي
اخ څومره لرې دې زه راوستمه
په تش خبرې دې زه راوستمه
موږ د کلونو دې اوږده مزل کې
څومره مًځکه تر پښو لاندې کړله
خو سر دې پرېنښود چې سپين پاتې شي
زړه به دې تل  له دې هوس نه ډک و
چې په سينه تل لونګين پاتې شي
زما لنګۍ وي شمله داره ښکلې
ستا پر تندي کلېمه داره ښکلې
************************************
سترګې دې وغړوه پورته ګوره
دلته هم روغ ترې خلاصېدلی نه شو
ته خو د مرګ د بلا زور ته ګوره
راځه چې اوس درته يو ځای وښيم
يو ښايستوکی کور د خدای وښيم
لکه جنت استوګنځی وښيم
راځه په هغه کور کې مېنه اوسي
نه د بلا نه د مرګ لاس رسيږي
نه کينه کښ او نه خود بينه اوسي
هلته د مرګ بده بلا نشته
هلته ژړا او انګولا نشته
هلته بدي هلته ګناه نشته
ځه چې ورشو هلته دواړه
زه او ته غاړه په غاړه
اوس دې لاس د مرګ آزاد وي
اوس دې مينه زنده باد وي.

پېښور،  نصرت مېنه.  2010-02-08