د غريو نيولي شوخ نظر تنده پرې نه ماتيږي
ښکلي خو ډير دي د دلبر تنده پرې نه ماتيږي

ستا د وطن د ماښامونه رڼا زړه چوي خو
زما د چم د ماذديګر تنده پرې نه ماتيږي
هسې منګي دي چا اثار د زمانې ساتلي
د مات بنګړيو د ګودر تنده پرې نه ماتيږي
په ورځ مينو ته څيره د سپوږمۍ مه ورښايه
منم ښايسته ده خو د لمر تنده پرې نه ماتيږي

که د ساقي د ميکدې شراب په سر واړوي
خياله د شونډو د کوثر تنده پرې نه ماتيږي