لګېدلی دې که زړه له چا سره وي
رسوايي ېې ېوه لوېه افسانه وي

صد افسوس زما په هغه ژوند چه تېر شو
ستا ېادونه به تر مرګه را سره وي

چېرته زړه په بې وفا ورنکړې ېاره
بنده کړې به ېې مېنه په بانه وي

غرقېدل به دې د سېند له ېاده ووځي
درته کړې که کوم ښکلې اشاره وي

په سپېرو شونډو يې نه شې غلت ېاره
بې وفا که د وفا کړې وعده وي

محبت د هغو ښکلو په زړه ساته
چه منزل د دواړو ېوه خانه کعبه وي

ما (رنځور)ته د اېمان نېکه دعا کړه
که دې کړې چېرې حج ته اراده وي