یوکال مخکی کیسه درته کوم کله چی زه ډریوروم اوپه موټروانی می دیوسړی لاری موټرچلاوه.له کابل نه می موټردویش په لوربارکړی وودکمپنی له پله ورآخواه می موټر ودراوه ،کلینرته می ددیګ کولوودنده وسپارله اوورته می ووییل چی نن ښه خوندور کچالو پاخه کړه ځکه هره ورځ به موغوښه پخوله پدی ورځ می دکچلوشوق کړی وه زه هم کله چی له موټرنه کوزشوم ټیرون می وډبول له موټرنه ګردراوګرځیدم اووروسته دلمانځه او اوداسه لپاره نږدی ماجدته لاړم له لماځه نه وروسته له یوبل ډریورسره څودقی په خبروشوم چی دباندی دماجد له انګړڅخه شورماشورجوړشوهله دسړک په سرچامین ایښی ده څه سربه دی درډډوم شوراوځوګ ډیرشونږدی آمنتی پلیس راورسیدل دکندهارکابل لویه لاروتړل شوه دماجدمخکی یوتن عسکرلاس په ماشه ودریده اوهیچاته یی دخوځیدواجازه نه ورکوله ماکه هرڅومره عذراوزاری عسکرته وکړی چی دخدای دپاره موټرمی دسړک پرسرولاړدی ماته اجازه راکړه چی خپل موټرته لاړشم ولی عسکر په یوه پټکه دخولی لاړی راوچی کړی اوپه ماجدیی ننویستم
پوره دری ساعته په ماجدکی بندی ناست وم کله چی لږڅه کراری شوه په بیړه له ماجد څخه ووتم اومخ دموټرپه لورروان شوم له لیری څخه می خپل کلینرولید چی دپولیسودموټرپه باډی کی ناست اوپه سریی وینی روانی وی کله یی چی په ماسترګی ولګیدی لاس یی راته ونیو چی سم دلاس نیولو سره عسکرو رامنډی کړی اومرمی یی راته تیری کړی چی لاس پورته کړه، شورونه خوری کنه ویشتلی مو. سخت وویردمه زړه می د پښو له تلوتیرشه ماویل سړی لکه چی لاړی،همدادی آخره ده ووړ آیل د خوار سه. په څلویښت متری کی یو چاغ پولیس ولاړوواوماته په نږدی عسکرویی غږوکه! په ډیراحتیاط ور وړاندی سی رښتیادرته ووایم زمایی تت پت وخیزول په ډیراحتیاط یو تن عسکر را وړانډی سه نیغ یی ټوپک دزړه پرسرراکیښود اوراته یی وویل چی شورونه خوری ،سترګی قدری هم ونه ښوروی دخولی ښورول خویی هسی هم رانه هیرکړی وو،بل عسکردسترګوپه رپ کی راټوپ کړل اوزما په تلاشی کولویی شرووکړه.
له لاسونیولی آن ترپښویی لاس راباندی کش کړبیایی جبونه راولټول هرڅه چی پکی وه دسترګوپه رپ کی یی رانه وویستل
ماکه هرڅه خوله خبروته راجوړوله ولی لاس پ ماشه عسکر راته ویل شورونه خوری کنه نیغ به دی جنت ته ولیږم په لږه شیبه کی نورعسکررا ورسیدل سم دلاسه یی دوهلواوډبولوپیل راباندی وکه ماکه هرڅه چیغی وکړی چی دخدای لپاره څه ګناه می کړی ترڅو چی زما ناری سوری چااوریدی صیبه دشاروالی په نرخ یی وډبه ولم په وهلوکشولویی لکه دکچلوبوجی دپولیسود موټرباډی کی واچولم چاغ صیب منصب له موټرنه لاندی راته ودریده اوراته یی وویل داماین تا ایښی وو!
ما ورته وویل چی دخدای دپاره اوظابت صیب زه موټروان یم دغه زماکلینردی اوآغه لاری زماده چی په مزدوری یی چلوم بیچاره سړی یم باوروکړی زه بیګناه یم صیب منصب په ډیرقارراته وویل! ووایه هغه دیګ بخارنه تا بم جوړکړی وو اوکه بل چادرکړی وو چی دلته یی کیده ماچی ترهغه خبره کوله کلینرمی راته وویل! استازه هغه کچالو ښیی څه هلته مو باندی کړی وو. وروسته می په ډیرعزرورته وویل چی دخدای دپاره هغه کچالودی دیګ موباندی کړی ووچی دغرمی ډوډی اوخورو هغه نه بم دی اونه باروت دغه ده زه به ورسم او راوابه یی خلم چی مالوم شی صیب منصب په ډیره غصه راته وویل که دارښتیا
دکچلودیګ وی خوموګ دی ایساف ته په دوه پیسوکړو هغه وخته ایساف خونساکه وروسته به مالومه سی چه هغه کچالودی او که باروت خارجیان یی پیژنی هرڅه چه وی نتیجه به یی بیرته راوړی خودومره پوشه چی که مین وونو خدایزده چی ته بیاد کوراوبه وڅکی .خواوشادخلکو ګنه ګونه جوړوه اوهریوه به له لیری زما خواته موژنه پوهیدو چی دوی به زموګ په اړه څه سره وییل.اوس نوزه اوزما کلینریو خطرناک مجرمین وو چی لاسونه موټینګ شاته راولچک کړی وو څه سربه دی ډډوم دپولیسوموټرپه یونامالوم لوری حرکت پیل کړو.ولی هلته موخدای توبه قبوله کړه چه پولیسوموټردیوی لویی ودانی کوم چی لویی سیمی له خاورو ډکی کشی یی مخی ته قطارشوی وی ودریده له ودانی څخه یوغت بریتور صیب منصب راووت اوراته یی وویل چی ووبښی لکه چی هغه رښتیا بم نه وو اوستاسو خبره رښتیا وه همغه وو چه موژیی بیرته را خوشی کړو.
دتاجب خبره خوهلته وه دشپی چی داتوبجوخواوشاووکله چی زه او زما کلینرکنډاوکپردډاکټرپه درملتون کی دپانسمان لپاره ناست ووچی راډیواعلان وکړ! نن لوی پله ته څیرمه یو ځای پرځای شوی ماین زموژدزړوروپولیسو له خواکشف او شنډکړی شو.
مامی کلینرته وکتل اوورته ومی وییل لکه چی هغه زما اوستامین یادوی کلینر می هم دسرپه ښورولوزما خبره قبوله کړه .
ډاکټرصیب چه زموګ دابد حال اوبیادمین خبری واوریدی دده هم تانګونه سست شول اوپه یوه منډه له درملتون نه ووت اوپه منډوسرشه زه او کلینرمی دواړه په درملتون کی یوازی پاتی شومامی هم خپل کلینرته وویل تښته دظالم زو چی اوس به بیاچیرته
په بل غم اخته شوی یو.
محمد خیل