چې اشارې ترېنه د ګل غوندې ګلفام نکوي
اوس مې نظر د پورې بام لوري ته پام نکوي

چې زړه يې وشي کله کله راپيرزو کړي مينه
افسوس په دې چې جانان دغه کار مدام نکوي
هجران د ګرانه له کالونو ځينې پښه واړوي
خو د وصال موده د يوه شيبه دوام نکوي
بې حيا خلک شو بې حيا زمانه ډيره شوله
ځکه خو نن کشر د مشر احترام نکوي
د بې علمۍ تورې تيارې چې ترې چاپيره اوسي
هغه وطن د ترقۍ لوري ته ګام نکوي

درمان په زړه باندې د صبر تيږه کيښوه اشنا
نور به د زړه سره د ستا په باب ناکام نکوي