درته راغلم له ژوندستړی سمندره
سا مې واخله وړه مې مړی سمندره

ډير اولاد دې دادم ګرداب خوړلی
ته وا ته هم ژرنده ګړی سمندره
مخالفې تشبېه ګانې دې کړي خلک
څوک دې مار بولي څوک پړی سمندره
له ما ښه ېې د چا کار در سره نشته
زه د ډېرو پوروړی سمندره
ستا دې مړوڅپوترې تت تصوير دی وړی
در ياد نه شي ا وګړی سمندره؟
د فنا پايلې له ته سره يو ځای کړ
لاروی دی اوبو وړی سمندره